
د قرآن کریم د عمومی سیالیو د اوه څلویښتم پړاؤ د قرآني محفلونو دکمیټې غږملونکي مسئول سید محمد موجاني له ایکنانیوز سره په خبرو کې د سیالیو ددغه پړاؤ د قرآنی محفلونو له ترسره کیدا څخه د آذربایجان شرقي ولایت د مختلفو ولسوالیو د خلکو پراخ او ولولناک هرکلي ته په اشارې سره ووئيل؛د لومړنیو اټکلونو په اساس، په درست آذربایجان شرقي ولایت کې د سیالیو د ترسره کیدا په مودې کې یو سل شپيته قرآني محفلونه پلان شوي وو،خو تر ټولو وروستۍ احصایې ښئ چې د محفلونو دغه شمیر به د سیالیو تر پاي پورې له یوسل اتیاؤ محفلونو زیات شي چې دقیقې شمیرنې به ئې د سیالیو د پایزو دستورو په ورځې اعلان شي.
هغه په دوام کې ووئيل، په تبریز کې د قرآن دعمومي سیالیو د نهائي مرحلې له پیلیدا څو اونۍ مخکې،ددغه ولایت د اوقافو او خیریه چارو د ادارې په ملګرتیا سره د آذربایجان شرقي ولایت په ولسوالیو کې د محفلونو دترسره کیدا په خاطر مختلفو ناستې وشوې او وټاکل شوه چې د قرآن محفلونو دکمیټې د هدایتولو لپاره یوه ډله تبریز ته ولیږل شي.

سید محمد موجاني روښانه کړه ، ددغې ډلې په غړو کې غوره نړیوال قاریان، حافظان او د مداحئ دډلې غړي شامل دي چې د ولایت په مرکز کې ددغې ډلې په شتون سره ددوي د پروګرامونو لیسټ برابر شو چې د هغه په اساس ، د میرمنو په برخې کې د سیالیو له پيلیدا یوه اونۍ مخکې ، د اذربایجان شرقي ولایت په ګوټ ګوټ کې د قرآني محفلونو دترسره کیدا شاهدان وو او دا بهیر به ددغه پړاؤ تر وروستۍ ورځې پورې په قوت سره دوام ومومي.
https://iqna.ir/fa/news/4254399