IQNA

د ښځو او نارینه ؤ حقونه یو شان دي/ سیاسي اهداف د ښځینه شعارونو تر شا پټ دي

13:47 - December 18, 2024
د خبر لمبر: 3490326
پارس ټودی ـ د ایران اسلامي انقلاب معظم رهبر په کورنۍ کې د ښځې او سړي حقوق مساوي وبلل او زیاته یې کړه:د فیمینزم او د ښځو د ازادۍ حقوقو د شعارونو تر شا غیر انساني او سیاسي اهداف پټ دي.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سې شنبې په ورځ د زرګونو میرمنو او نجونو سره په لیدنه کې حضرت فاطمه زهرا (س) د خلقت له عجايبو څخه وبلله او د ښځو په اړه يې د اسلامي منشور د مهمو اصولو په بيانولو سره ټينګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه: په اسلام کې نارینه او ښځې یو د بل بشپړونکي دي او په ساینس، کلتور، هنر، ټولنیز- سیاسي اغیزو، اقتصادي فعالیتونو او نړیوالو مسایلو کې د ښه ژوند او فکري او معنوي وړتیاوو د لاسته راوړلو په برخه کې له یو بل څخه توپیر نلري.

ایت الله خامنه ای په نړۍ کې د ښځو د مسئلې په اړه بېلا بېلو نظرونو ته په اشارې سره وویل: سرمایه داران او د هغوی ملاتړي سیاستوال په نړۍ کې د اغیزمنو رسنیو په درلودلو سره د یوې فلسفي او بشردوستۍ نظریې په پلمه د ښځو د نړیوالې ټولنې په چارو کې د لاسوهنې او مستقیمې مداخلې لپاره خپلې جنایتکارې او فاسدې موخې پټوي او په بې ایمانۍ او دروغ ویلو سره ناروا ګټې ترلاسه کوي.

هغه خیانت او منافقت د غربي استعمار او سرمایه دارانو معمول طريقه وګڼله او د ښځو د ازادۍ او خپلواکۍ تر نامه لاندې يې د کمو مزدورانو د اړتياوو د پوره کولو په موخه په کارخانو کې د ښځو ګډون د دې منافقت يوه بېلګه وبلله.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای کابو دوه پېړۍ مخکې د امریکې د غلامانو د آزادولو د شعار پټې موخه هدف د جنوب له کروندو څخه د دغه هېواد شمال فابریکو ته د غلامانو ور ایستل وبلل او زیاته یې کړه، نن هم د فیمینزم او د ښځو د آزادۍ او حقوقو د شعارونو تر شا غیر انساني او سیاسي اهداف پټ دي.

هغه د ښځو په کټګورۍ کې د اسلام د منشور تفسیر په دې برخه کې د اسلام د منطق د عامولو لپاره اړین وباله او ویې ویل: موږ باید دا منطق په ټولنه کې ځای پر ځای کړو او پر بنسټ یې عمل وکړو.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په دغه کتنه کې د انقلاب له بریالیتوب وروسته په بېلا بېلو برخو کې د مؤمنو، پوهو او فعالو میرمنو ونډه د حیرانتیا وړ وبلله او ویې ویل: د انقلاب د بریالیتوب او مبارزې په لاره کې د ښځو رول پرېکنده وو.

د اسلامی انقلاب معظم رهبر د انقلاب له بري وروسته، په سیاسی او نړیوالو برخو کې د متین ثابت فعالیت، همداشان د مقدساتو د دفاع، د حرمینو د دفاع او په سیاسي برخو کې د متین د ثابتو فعالیتونو په لړ کې د ښځو د فعالیتونو د نورو غوره څرګندوونو په توګه یاد کړل او زیاته یې کړه: ایرانۍ میرمنو توانیدلي دي چې د هېواد د هویت، کلتور او تاریخي عنعناتو ساتنه په خپل حیا، دیانت او عفت سره وکړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په اخری برخه کې د سیمې مسائلو ته په اشارې سره وویل:  په دې اقدام سره چې په سوریې کې ترسره شول او د صهیونیسټ رژیم او امریکا په جنایتونو او له هغو سره د نورو په مرستې سره دښمنانو فکر وکړ چې د مقاومت موضوع ختمه شوه، دوی په حقیقت کې په غلطه دي.

ایت الله خامنه ای په لبنان او غزه کې د صهیونیسټانو د ورځنیو حملو په وړاندې د مقاومت دوام ته په اشارې سره وویل: صهیونیسټ رژیم فکر کوي چې د لبنان د حزب الله د محاصره کولو او له مینځه وړلو لپاره د سوریې له لارې ځان چمتو کوي، مګر هغه څوک چې له منځه وړل کیږي اسرائیل دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطيني جنګياليو او د حزب الله له مجاهدينو سره د ايران دریځ ته په واضح ډول اشاره وکړه او له هغوي سره يې د هر ډول ممکنه مرستو او همکارۍ په دوام باندې تاکيد وکړ.

هغه هيله څرګنده کړه چې مجاهدين به هغه ورځ وويني چې بد دښمن به تر پښو لاندې شي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran

captcha