ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت د تهران د علامه طباطبایي پوهنتون څېړنیزې مرستیالې او د کډوالۍ د برخې څېړونکې ماندانا تیشهیار ويلي چې د دې هېواد د علومو د وزارت له شمېرو سره سم، په ایران کې ۶۰ زره افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت دي او په یو ډول ویل کېدلای شي چې او س د کابل په پرتله، په تهران کې د افغانستان د زده کړیالانو شمېر زیات دی.
آغلې تیشهیار زیاته کړې چې افغان وګړي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي، خو په هېڅ هېواد کې هم ۶۰ زره افغان زده کړیالان په زده کړو بوخت نه دي.
د پوهنتون دې استادې همدارنګه ویلي چې له زده کړیالانو سربېره، د افغانستان د پوهنتونو زیات استادان هم په تهران کې دي.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، د پوهنتون ګڼو زده کړیالانو او استادانو افغانستان پرېښود او د ایران په ګډون، د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شول.ځکه چې په افغانستان کې په تیره بیا دانجونو په زده کړو او دغه راز د میرمنو پر کارونو بندیزونه لګول شوي او دغه راز د زده کړیالانو په وړاندې ډير محدودیّتونه هم لګول شوي دي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i155384