IQNA

اسرائيلو ته د وسلو د صادراتو په ضد د انګلستان د پارلیمان د استازوغونډه

15:11 - December 18, 2024
د خبر لمبر: 3490330
ایکنا – د  انګلستان دت پارلیمان  په لسګونو استازو  په لندن کې د پارلیمان په وړاندې د اعتراضیه غونډې په جوړولوسره په صهیونیسټ رژیم د وسلو  د خرڅولو د دریدا غوښتنه وکړه.

ایکنانیوز د فلسطین داطلاع رسونې د مرکز له قوله راپور راکوي، دغه اعتراضیه غونډه د  یولک کسانو څخه د زیاتو کسانو په لاسلیک کونکي  عمومی کمپاین  پسې  ترسره شوه چې  د انګلستان دقوانینو په اساس، دغه غوښته  پّ پارلیمان کې د بحث لپاره په یوې موضوع بدلیږي.

له دې مخکې، د انګلستان پارلیماني استازو  په اسرائيلو د وسلو د خرڅلاؤ دبشپړ  دریدا غوښتنه کړې  او  تينګار ئې کړی  چې لازمه ده ، تل ابیب ته د وسلو پر خرڅلاؤ اولیږد  جامع ممنوعیّت  اعمال شي.

د راپورونو په اساس،بریتانیا  له دې مخکې  اسرائيلو ته د وسلو د صادراتو له ۳۵۰مجوزونو  څخه  ۳۰مجوزونه ځنډولي وو. په عین حال کې په دغو محدودیّتونو کې د انګلستان جوړې شوي هغه پرُزې چې  په ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکو کې  ورڅخه استفاده کیږی،  نه شاملیږي. دغه جنګی الوتکې  په غزې تړانګې  د صهیونیسټ رژيم په څاروي ډوله حملو کې  اساسی ر ول لري او نوموړي پرُزې  ددغو تجهیزاتو ۱۵ فیصدي برخه جوړوي.

په تیر ستمبر کې انګریز خارجه وزیر ډیویډ لامي  اسرایئلو ته د وسلو د ځينو صادراتو د ځنډولو خبر ورکړی دی. په عین حال کې د دغه هیواد دفاع وزیر جان هیلي  وئيلي دي،  چې دغه فیصله  به د اسرائيلو ددفاع له حقه  دانګلستان پر ملاتړ هیح  اغیزې ونه شیندي.

نړیوالو  اورګانونو او د بشری حقوقو ادارو  د انګلستان دغه اقدام ناکافي بللی  اودا ئې په ځنډ سره یوه فیصله ګڼلې ده  او  دغه راز دوي   اسرائيلو ته د وسلو د صادراتو دب شپړ دریدا غوښتنه کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4254688

captcha