ایکنانیوز د المسیره له قوله راپور راکړی، نن سهار وختي د یمن په شمال او لویدیځ کې د څو زورورو چاودنو غږونه آوریدل شوي دي.
المسیره چینل په یوه فوری خبر کې راپور روکړیو چې د یمن صنعاء او الحدیده ولایتونو کې پر ځينو سیمو څو ځله هوائي حملې شوي دی.
همداراز المیادین خبری چینل هم د یمن دځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د صنعاء ښار په جنوب کې په جزیز سیمې کې د بریښنا بټئ درې ځله بمباري شوې ده.
د یمن په خاوره دغه هوائي تیري په داسې حال کې شوي چې څو ساعته مخکې د یمن وسلوال پوځ له بالسټيک توغندي څخه په استفادې سره د نیواکي فلسطین په زړه کې تل ابیب ټارګټ کړی دی.
ځینو رسندویو د نیواکي ټاټوبو په مختلفو سیمو کې د سختو چاودنو د غږونو د اوریدو خبر ورکړی دی.
عبری خبری سرچینو هم وئیلي دي چې په توغندوي حملې کې د رامات ډيویډ هوائي اډې ځيني برخې ټارګټ شوي دي.
https://iqna.ir/fa/news/4255006