IQNA

په غزې کې د اسرائیلو حملې ظالمانه اقدام دی

5:38 - December 22, 2024
د خبر لمبر: 3490344
ایکنا - د نړۍ د کاتولیکانو رهبر په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژية د هوائي حملو او توغندوي حملو دوام  یو ظالمانه اقدام او ستر جنایت وبالۀ.

ایکنانیوز د روئيټرز له قوله راپور راکړ، د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس پرون  په یولړ څرګندونو کې  په غزې تړانګې د اسرائيلو د هوائي او توغندوي حملو  دوام  محکوم کړ او دا اقدام ئې  د فلسطین په  خلکو باندې یو ښکاره  ظلم او تیری وبالۀ.

پاپ فرانسیس په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم  په نسل وژنې په سختو نیوکو سره  زیاته کړې ده ، په غزې تړانګې او لبنان د  صهیونیسټي رژيم  د پوځ حملې جنګي جنایتونه دي او د اسرائیلو نیواکګر رژیم  ټول جنګي قوانینو خلاف ورزي کوي.

پاپ  فرانسیس  دنسل وژنې او ترهه ګرۍ په څير  له ټکو څخه په  استفادې سره  چې  د واټیکان ډيپلوماټانو  تراوسه پورې ئې له وئيلو ډډه کوله،  په  وروستیو څو میاشتو کې ئې په غزې تړانګې  کې د اسرائيلي رژيم د نسل وژونکي جنګ باندې  سخت غبرګونونه ښودلې دي.

صهیونیسټي وحشي رژيم  د ملګروملتو د  امنیت شورا د پریکړه لیکونو  او د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ   او چخڼي کولو سره ،  په غزې تړانګې  کې د  روغتونونو،  جوماتونو کلیساګانو، دکډوالو دکیمپونو  او هستوګنو سیمو او غیر پوځي بیخ بینائي تاسیساتو  باندې په وحشي ډول بمبارئ کوي او زیاتره ئې په  کنډوالو بدل کړي دي. دغز ې تړاګې څه دپاسه یو میلیون  اوسیدونکي په داسې حال کې کډه په سر شوي دي چې د خوړو ،درملو  او طبي  موادو او د څښاک اوبو ته ئې لاس رسي ناممکن شوی دی او د غزې زیاتره سیمو ته د لارو د بندیدا له امله   ورته  د انساني مرستو رسول ناممکن شوي دي چې د یوه سترې انساني غمیزې ځیری ورکوي.خو اسلامی نړۍ او ددنیا درستې  نړیوالې ادارې او بشری حقوقو اورګانونه بیان هم چُپه خوله دي او د  میلیونونو انسانانو د ژوند د خطرو په وړاندې هیڅ جدی غبرګون نه ښئ.

https://iqna.ir/fa/news/4255364

captcha