ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي،ډيری هندي مسلمانان په دې اند وو چې د بابري جومات په ړنګیدا او د غه په کنډوالو دهندوام د رام مندر په جوړیدا سره په دغه هیواد کې د اسلامی مقدس ځایونه او جوماتنو د په نښه کولو لړۍ او پاڼه نوره وتړل شي، خو داسې ښکاري چې دغې موضوع د هندوانو افراط پالې غوښتنې نوره هم پآرولی دی چې اوس په هندوستانو کې نوره په سلګونو جوماتونه اوا نوره اسلامی ودانۍ له همدغه برخلیک سره مخ شوي دي.
په درست هیواد کې ددغو سرزورو او افراطي هندوانو په شیشت کې د اسلامی ودانیو او جوماتونو شمیر کابو درې زره جوماتونه اټکل شوي دي.
ډیری کارپوهان وائي، کوم داسې قانون شته چې ټاکل شوي وي،د جوماتونو په ضد ددغو افراطي هندوانو ددغو ادعاګانو مخه ونیول شي، خو داسې ښکاري دغه قانون په جدي توګه اجرا نه کیږي.
د حکومتی احصایو په اساس،هندوستان څه دپاسه شپږ لکه جوماتونه لری چې له واړو جوماتونو رانیولې تر تاریخي جوماتونو پورې چې پخپل دوران کې مسلمانو حاکمانو په وسیله جوړ شوي دی. دغه جوماتونه یوازې عبادتځایونه نه دي،بلکې د مسلمانانو ددینی کلتور او تاریخ ژوندی تجسم دي، خو په وروستیو کلونو کې ددغو ډيرو جوماتونو او اسلامی تاریخي ودانیو په باب د سرزورو هندوانو د تنظمینو د ادعاګانو د زیاتیدا شاهدان هم یوو،ددغو ادعاګانو په اساس دغه جوماتونه او تاریخی ودانۍ په اصل کې د هندوانو رام مندرونه اوعبادتځایونه پاتې شوي دي.
د مثال په توګه د هندوستان په اوترپردیش صوبې کې په وارناسي سیمې کې د غیان وابی جومات یو هغه جومات دی چې په ۱۶۶۹ ک ال کې د وخت د امپراتور محی الدین اورنګ زیب تاسیس کړی ،خو هندوان ادعا کوي چې دا د دوی د رام مندر په انګڼ کې جوړ شوی دی.
د ځوړتیا له یوه لوي پړاؤ وروسته ،قدرت ته د نریندرا مودي په مشرۍ د بي جې پي ګوند چې د افراطي هندوانو یو ګوند دی ، واک ته په سریدا سره دا موضوع په ۲۰۲۲ کال کې یو ځل بیا مطرح شوه او افراطی هندوانو تنظیمونو ددغه جومات په باب خپلې ادعاګانې بیا مطرح کړې.
همداراز یو بل لوی او تاریخي جومات چې د افراطي هندوانو د تنظیمونو او ډلو ټپلو په وسیله ګواښل کیږي، په اوتر پردیش صوبې کې د شاهی جومات عید ګاه ده چې هندوان ئې د ړنګولو غوښټونکي دی او ادعا کوي چې ده جومات د کریشنا جنم بومي (د هندوانو د خدای کریشنا په زیږنځای) په مځکې جوړ شوی دی.همداسې نور ډير مقدس اسلامی ځایونه او جوماتونه دي چې د نریندروا مودي واک ته له رسیدا وروسته افراطي هندوانو تنظیمونو او ډلو ټپلو ئې د ورانولو او د هغو په ځاي دټمپل یا دهندوانود رام مندر د جوړولو غوښتې شوي دي.
ان تر دې چې د دهلي جامع مسجد یو هغه ترټولو مهم آثر دی چې په هندوستان کې د شاه جهان امپراتور تاسیس کړی دی ، خو هندو مهاسبها تنظیم ادعا کړې ده چې د ؛هندوانو د یوه خداي ، مجسمې یا بتان د جومات د پوړیو لاندې ښخ کړی شوي دي او له لومړي وزیر نریندرا مودي ئې غوښتي دي څو دغه ځای کې د سرنګ د کندلو او د بتانو د راایستلو په موخې سره دې ددغه کار فرمان صادر کړي. چې د هندی مسلمانانو په تیره بیا د ډلی جامع جومات د امام سید احمد بخاری سخت غبرګونونه ئې راپارولي دي او په دې اړه ئې بشپړ ګرَم نریندرا مودي ګڼلی دی. همداراز دهند ترټولو تاریخی او ښکلي ودانۍ تاج محل هم د ګواښونکو ځایونو په لیسټ کې شامل دی. او بلاخره به یوه ورځ دغه لويه اوتاریخی او کلتوری اسلامی ودانۍ هم د نړیدا تر درشله ورشي.
داهم وئيل کیږي، چې د نور په زرګونو جوماتونه او اسلامی تاریخي ودانۍ د بابری جومات په څير د برخلیک له خطرې سره مخامخ دي ، لکه په اوترپردیش صوب ېکې د شیخ سلیم چشتي زیارت او جامع جومات ، په جونپور کې آتالا جومات ، پهباداین کې شمسي جومات او دغه راز په کرناټک صوبې کې په منګلور کې د جمعې جومات او داسې نور.