ایکنا نیوز د راډار ۲ له قوله رآپور راکړی، د مصر الازهر اسلامی مرکز پخپل دغه پیغام کې لیکلي دي ، یو کال مخکې د فلسطین خلکو د ترهه ګر دښمن له وحشي ډوله جنایتونو اوتیرو کړیدل پیل شول چې ددوی ژوند او مال ئې په نښه کړی او بې ګناه عام خلک میرمنې او ماشومان ئې قتل عام کړل او اوس نوی کال هم رارسیدلی او دوي هماغه شان ورسره لاس او ګریوان دي.
الازهر اسلامی مرکز په دغه پیغام کې وئيلي دي، خداوندمتعال نوی میلادي کال دغزې د اوسیدونکو لپاره له خیر او رحمته ډک کال وګرځوي او پر ترهه ګرو صهیونیسټانو بریالی شوي او دغزې خلکو نصرت او کامیابی عطا کړي.د جنګ په سیوري کې دغه ابلې پښو او وږي خلک پخپلې پنا کې وساتي او د او د خیر او برکت او ثبات او سوله دغزې او د فلسطین د ولس لپاره او دنورو هیوادنو لپاره له خیر او برکته او له سولې او پخلاینې ډک کال وګرځوه.
دغه دعا د نوي میلادي کال په رارسیدا سره پرون یعني د جنورۍ په لومړۍ او د مرغومې دمیاشتې په ۱۲ نیټه په داسې حال کې بیان شوې ده چې په میلیونونو خلک دا هیله کوي ، د ۲۰۲۵کال له خیر او برکت او بریالیتوبه ډک کال شي. د نوي میلادي کال سره سم ، د د ۱۴۴۶قمری ال در جب دمیاشتې پیل هم دی چې یوه حرامه میاشت ده او په دغې میاشتې کې به ډيرې دعاګانې مستجابې کیږي.
ځای سرچینوپرون چارشنبې ورځې سهار وختي د ۲۰۲۵کال په لومړنیو ساعتونو کې دغزې تړانګې له شماله تر جنوب پورې د صهیونیسټي وحشي رژيم دجنایتکارو حملو خبر ورکړی دی. ددې په اساس ، د قدس نیواکګر رژيم پوځ د غزې تړانګې په شمال کې ، هم د فلسطینیانو د کورونو او هستوګنو ودانیو د الوزولو لپاره یو لړ عملیات ترسره کړل.
https://iqna.ir/fa/news/4257431