IQNA

سردار قاسم سلیماني د ؛ لیس الانسان الاماسعی؛ آیت څرګند مصداق دی

10:37 - January 04, 2025
د خبر لمبر: 3490410
ایکنا – شهید سردار سلیماني  د یوه پاک او ریښتوني  انسان په توګه په شهادت سره  دنیا په تیره بیا  د سیمې هیوادونو ته ټکان ورکړ.هماغه شان چې د رهبرۍ ستر مقام پهدې باب وفرمائيل؛ د شیهد سلیماني شهادت  داسلامی انقلاب ژوندي کیدا نړیوالو ته وروښودله.

یوه کلتوري کارپيژاند او شناندي فخر السادات حسیني  په یوه یاددښت کې  چې د ؛حاج قاسم ، د ؛الیس الانسان الاماسعی؛ آیت روښآنه مصداق دی ،په عنوان سره د سردار قاسم سلیماني د شهادت د پنځمې کلیزې په مناسبت ، ایکنانیوز ته ورکړی دی ، لیکلي دي؛ د کامیابۍ مخکښکانو او لویانو حاج قاسم سلیماني او  حاج ابو مهدی المهندس د  شهادت پنځه کلونه تیریږي او د هغوي یاد او خاطرې هماغه شان د عراقیانو په زړونو او ذهنونو کې شته دي ، مونږ تراوسه پورې  شهیدان یادوو او  دعراق اوسیمې په لاره کې د دوي له لویو سرښیندنو  او قربانیانو ډیره ستاینه اوقدرونه کوو. دوي له مونږسر ه یو ځاي دي ،دمونږ په زړونو کې ژوندي دي ،  د مونږ په آرامښت او خوځښتونو کې له مونږ سره دي.

د حاج قاسم په مینه والو او عاشقانو سترګو کې تجسم شوی غم او خپګان مختلف احساسات  منعکس کوي ؛غم او خپګان، دغچ اخستو لیوالتیا، صبر، په الهي مقدراتو رضایت او د شهادت له ویاړ څخه خوشالي چې د مونږ د قدرمنو سردارانو په نسب شوی، یوازې د خداي د خاصو بندګانو په نصیب کیږی. شهید سلیماني  د یوه پاک  او ریښتوني انسان په توګه په شهادت سره دنیا او د سیمې هیوادونو ته یو لوي ټکان ورکړ،هماغه شان چې د رهبرس ستر مقام په دې باب وفرمائيل؛ د شهید سلیماني شهادت نړیوالو ته د اسلامی انقلاب ژوندي کیدا وروښودله  او  یا د امریکا یو سناتور کریس مورفي ددغه شخصیّت دعظمت او شجاعت په باب وائي ؛سلیماني د یوه شهید په توګه د امریکا لپاره وار د واره لاخطرناک کیدلی شي.

 هغه د سید علی  مالک اشتر  او دایران د ملت محافظ ؤ .جناب فردوسي  دآرش په نامې سره یو اتل معرفي کړ، مونږ له زرو کلونو وروسته  د حاج قاسم سلیماني په شکل کې  واقعي آرش ولید. هغه چې  د خپل ژ،ند  په قربانولو سره ئې د ایران د پولو حفاظت  وکړ.

سردار سلیماني  یو داسې شجاع او میړنی کس ؤ چې د ایران ملت  د هغه په شتون  او ویاړمنو کړنو افتخار  کوي. دغه حسیني احساسات  د زړونو د سردار   له شهادت امله  ،نه یوازې د ایران ملت بلکې دنړۍ درست آزادي غواړي سره متحد کړل.

د سردار قاسم سلیماني او ابومهدي المهندس او دهغوي دملګرو په شهادت سره کار پاي ته ونه رسید، بلکې  دا د بدلانه پیچومی ؤ چې سیمه ایز او نړیوال معادلات ئې سره ګډ وډ کړل.

په پاي کې دا ټکی د دقت او فکر او غور وړ دی ؛ له دې چې د ډاډ په کمال سره  ئې ووئيل؛ چې داعش به تر درو راتلونکو میاشتو پورې له مینځه لاړ شي او همداسې وشول،  د خپل رهبر په شان چې وې فرمائيل؛ اسرائیل به راتلونکي بنځه ویشت کلونونه ونه ګوري؛ چې  ان شاالله همداسې به وشيۍ.

https://iqna.ir/fa/news/4257037

captcha