ایکنانیوز د رای الیوم له قوله راپور راکړی، د عمان مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي په یوې اعلامیې کې ووئيل؛ د یمن اتلان هماغه راز په کلک هوډ او بې مخنیې اتلوالۍ ره چې مضبوط غړونه هم لړزولی شي او پیاوړي اډې او آډانۍ هم له مینځه وړلی شي، د بې عدالتۍ او ظلم له مشکل سره د مخامخولو او له حقه دفاع ته دوام رکوي.
الخلیلي زیاته کړې ده ، لازمه ده ، د یمن ټول اصیل خلک له دوي سره یوموټی شي څو قدرت پیدا کړئ شي او له زیاتو اهدافو ته ورسیږي ، همداراز لازمه ده درست اسلامی امت ورڅخه ملاتړ ته راپورته شي، ځکه دا پر مسلمان د مسلمان حق دی ،لکه څنګه چې پيغمبر اکرم(ص) فرمائيلي دي ؛ مسلمان د بل مسلمان ورور دی او په هغه ظلم نه کوي.
د عمان مفیي دخپلې اعلامیې په پاي کې ټينګار کړی دی، هغه موخه چې دیمن مبارزان دهغو لپاره سرښیندنې اوقرباني وړاندې کوي، په څو دلیلونو د درستوملتونو آرمان دی، په هغهو کې د اسلامی امت دملګرتیا ضرورت په هغه مهال کې چې هر هیواد ددښمن له یرغلونو سره لاس او ګریوان کیږی. او همداراز قدس ، د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د اسلام دپیغمبر د معراج ځاي دي، نو باید ددغو مقدساتو د بیرته اخستو لپاره هڅه وکړي څو پاکو اوامینو کسانو لاس ته ورسیږي ، له دې امله دې درست ملتونه او ویښ وجدانونه په دې چارې غور وکړي او په دغې مقدسې فریضې کې لټي ونه کړي چې خداوندمتعال توفیق ورکونکی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4257789