IQNA

د یمن له مبارزانو د ملاتړ لپاره دعمان مفتي جدی غوښتنه

14:18 - January 05, 2025
د خبر لمبر: 3490417
ایکنا – د عمان مفتی پر د ستو ملتونو غږ کړی، څو له حقه ددفاع او له ظلم سره د مبارزې لپاره دې دیمن له اتلانو ملاتړ وکړي.

ایکنانیوز د رای الیوم له قوله راپور راکړی، د عمان مفتي  شیخ احمد بن حمد الخلیلي په یوې اعلامیې کې ووئيل؛ د یمن اتلان هماغه راز په کلک هوډ او بې مخنیې اتلوالۍ ره چې  مضبوط غړونه هم لړزولی شي  او پیاوړي اډې او آډانۍ  هم له مینځه وړلی شي،  د بې عدالتۍ او ظلم  له مشکل سره د مخامخولو  او له  حقه دفاع ته دوام رکوي.

الخلیلي  زیاته کړې ده ، لازمه ده ، د یمن ټول اصیل خلک له دوي سره یوموټی شي څو قدرت پیدا کړئ شي او له زیاتو اهدافو ته ورسیږي ، همداراز لازمه  ده درست اسلامی امت  ورڅخه ملاتړ ته راپورته شي، ځکه  دا پر مسلمان د مسلمان حق دی ،لکه څنګه چې پيغمبر اکرم(ص)  فرمائيلي دي ؛ مسلمان د بل مسلمان ورور دی او په هغه ظلم نه کوي.

د عمان مفیي دخپلې اعلامیې په پاي کې ټينګار کړی دی، هغه موخه چې دیمن مبارزان  دهغو لپاره سرښیندنې اوقرباني وړاندې کوي، په څو دلیلونو د  درستوملتونو آرمان دی، په هغهو کې د اسلامی امت دملګرتیا ضرورت  په هغه مهال کې چې  هر هیواد ددښمن له یرغلونو سره لاس او ګریوان کیږی. او همداراز قدس ، د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د  اسلام دپیغمبر د معراج ځاي دي، نو باید  ددغو مقدساتو د بیرته  اخستو لپاره هڅه وکړي څو  پاکو اوامینو کسانو لاس ته ورسیږي ،  له دې امله دې درست ملتونه او ویښ وجدانونه  په دې چارې غور وکړي او  په دغې مقدسې فریضې کې لټي ونه کړي چې  خداوندمتعال توفیق ورکونکی دی. 

https://iqna.ir/fa/news/4257789

captcha