IQNA

پاپ فرانسیس ته د حضرت مسیح په باب د رهبرۍ د بیاناتو د غورچاڼ تندیس ډالۍ شو

10:24 - January 06, 2025
د خبر لمبر: 3490420
ایکنا – د حضرت عیسی مسیح(ع) په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د بیاناتو یوغوره تندیس  په واټیکان کې د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس ته ډالۍ شو.

ایکنانیوز راپور راکوي، د حضرت عیسی مسیح (َع)  په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي د خبرو د غورچاڼ تابلو یاتندیس د نړۍ د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس ته په واټیکان کې ډالۍ شو.

د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  دغه  خبرې چې د رهبر معظم د آثارو د حفظ او خپروندويي دفتر(د اسلامی انقلاب د څيړنیزې کلتوري موسیسې په وسیله د یوه نفیس  او ښکلي تابلو  په چوکاټ کې  برابرې شوي  او په ایټالیائي  ژبې ژباړل شوي،  په واټیکان کې د ایران د اسلامی جنمهوریت د سفیر مختاري په وسیله  په یوې کتنې کې پاپ فرانسیس ته ډالۍ شوې چې د هغه له تاوده هرکلي او مننې سره مخ شوې .

پاپ فرانسیس  په دغې کتنې کې ټينګار وکړ، دغه تابلو په ډيرو مهمو او غوره ټکو مشتمل دی  او د حضرت مسیح د پيروکارو لپاره رول لوبونکی او اغیزشیندونکی کیدلی شي.

هغه همداراز د سیمې په تیره بیا د فلسطین دحالاتو په باب  د صهیونیسټي رژيم د تیریو په باب خپله اندیښنه څرګنده کړ ه او وې وئيل، زه هره ورځ په فلسطین کې د خپل نماینده له لارې هغلته د پيښو او حالاتو او خبرونو په باب ځان خبروم.

ددغه تابلو  متن چې په ایټالیائي ژبه ژباړل شوی ، داسې دی!

که حضرت مسیح د مونږ په مینځ کې وائ ....

د مسلمانانو له نظره د حضرت مسیح علیه السلام  ارزښت بې  شکه  مسیحیّت ته د مومنو مسیحیانو په سترګو کې د هغه بزرګوار له ارزښت او قدر اوقیمت څخه لا کم نه دی . دغه لوي الهي پيغمبر،په خلکو کې د شتون هرپړاؤ په مجاهدت سره تیر کړی څو د ظلم او تیري  او د فساد او د هغو کسانو په مقابل کې  چې  په زور او زر باندې په تکیې  سره ئې ملتونه په زنځیرونو کې ښکیل کړي وو، او  دوي ئې ددنیا او آخرت  جهنم ته  کاږل ، کلک مقاومت کولی شي.

هغه کړاؤنه چې دغه لوي پيغمبر   له ماشوموالي څخه چې خداوندمتعال  هغه ته هماغه ماشوموالی څخه نبوت ورکړی وزغمل، دا ټول په دې لاره کې  دي.  

انتظار دا دی چې دحضرت مسیح  پيروکار او هغه ټول کسان چې هغه بزرګوارد عظمت او  معنویّت او لوړ ځائيګی له پلوه غوره او لوړ برخمن ګڼي، په دغې لارې کې پر هغه ویاړي.

که حضرت مسیح(ع) اوس په مونږ کې موجود وائ ،د نړیوال استکبار او د ظلم د سرغنو سره د مبارزې لپاره  به  ئې یوه شیبه هم ځنډ نه کاوه او د میلیارډونو انسانانو لوږه او سربدالي به ئې چې د سترو قدرتونو ،په وسیله زبیښل شوي او د جنګ او فساد او ظلم او کړاؤ په لور کاږل کیږي،نه زغمله.نن سبا مومنان  هغه لوی پيغمبر ته یعني مسیحیان او مسلمانان د نړۍ د غوره نظم د ټینګیدا لپاره باید د پیغمبرانو لارې او تعلیماتو ته  مخه کړي او د هغود روزنې په اساس د بشریّت معلمان   انساني فضایل پراخ کړي.له حضرت عیسی علیه السلام  څخه پيروي  له حقه د د پلویتوب او د حق په ضد له قدرتونو څخه د بیزارئ لازمه ده چې او هیله ده چې د دنیا په ګوټ ګوټ کې  مسلمانان او مسیحیان د حضرت عسی مسیح  دغه لوي درس  پخپل ژوند او عمل کې ژوندی وساتي

د وئيلو ده  دغه تابلو  او تندیس  به  د واټیکان په تاریخی میوزیم کې وساتل شي.

https://iqna.ir/fa/news/4258080

captcha