IQNA

د اوربند د خلاف ورزۍ په وړاندې د حزب الله صبر او زغم پاي ته په رسیدا دی

10:31 - January 06, 2025
د خبر لمبر: 3490422
ایکنا -  د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي د صهیونیستي رژيم  له خوا د اور بند  بیا بیا خلاف ورزۍ په غبرګون کې ټينګار وکړ، چې ددغه رژيم د سپيرو اوسرزورو  اقداماتو په مقابل کې د دغه ولسی غورځنګ صبر دختمیدا په حال کې دی.

ایکنانیوز د العهد له قوله راپور راکړ، د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي شیخ نعیم قاسم  د شیهد قاسم سلیماني ، شهید ابومهدي المهندس او دهغو د ملګرو د شهادت د کلیزې په مناسبت  په یولړ څرګندونو کې ووئیل؛شهید کمانډر  قاسم سلیماني  په فکری ،سیاسی او مبارزاتي  سویو کې یو سټراټژيک قوماندان ؤ.

شیخ نعیم قاسم  زیاته کې ده ، مونږ  دغه موضوع د شهید قاسم سلیماني  دغورځنګ له لارې ، دهغه د پروګرامونو په وسیله  او په میدان کې د هغه د بریاؤ له لارې حس کړې ده. شیهید سلیماني په تیره بیا په عراق او افغانستان کې د امریکا پروګرامونه شنډ کړل او  په سیمې کې  ئې د امریکا پلانونه او دسیسې له ماتې سره مخ  کړې.

د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي  ټينګار وکړ، شهید سلیماني  په سیمې کې د اسرائيلو پروګرامونه او رابرسیره کړل او په دوام دارډول په فعالیت بوخت ؤ او  وتوانید، چې فلسطین هغه ځائيګی ته چې وړ ئې دی ، بیرته ورساوه. شهید قاسم سلیماني   د لیدتوګو د اصلاح ، زده کړې  او د امکاناتو  په برابرولو کې  شپه ورځ  هڅه کوله  او کوشش ئې کاوه چې  دجنګ ډګرونه له یوه بل سره وګنډي. دغه شهید قوماندان  بیلګه مخکښ او بیرغ دی او  له اسرائيلو سره  په مخامخیدا کې د هغه آثرات به  ددغه وحشي رژيم تر نابودۍ پورې دوام ومومي.

شیخ نعیم قاسم  روښانه کړه ، هرکله مونږ  د خپلو په وړاندې اقداماتو په باب خپله فیصله  غوره کړو ، نو دا به په مستقیم ډول وینئ. دا وائي چې  مقاومت کمزوری شوی ، خو په دې سترګې پټوي  چې د سید حسن نصر الله  له شهادته لس ورځې وروسته  مقاومت ښه کیدا پیل کړه  او ټولو خلکو ولیدل چې په قدرت سره میدان  ته راستون شو او  په قدرت او اقتدار سره  له موافقې ووت. او خپل قدرت ئې نندارې ته وړاندې کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4258058

captcha