IQNA

په مصر کې د عبدالفتاح السیسي اړونده رژيم نسکوریدا اړینه ده

10:37 - January 06, 2025
د خبر لمبر: 3490424
ایکنا – د لیبیا مفیتی  عربو ملتونو ته په خطاب کې  روښانه کړې ده چې د مصر د ولسمشر عبدالفتاح السیسي  دحکومت نسکورول  یوه ضروري چاره ده.

په مصر کې د عبدالفتاح السیسي اړونده رژيم نسکوریدا اړینه دهایکنا نیوز د عربی ۲۱ چینل  له قوله راپور راکړی، د لیبیا لوي مفتي  شیخ الصادق الغریاني د عبدالفتاح السیسي  په مشرۍ د مصر درژیم د نسکورولو لپاره  خپله غوښته بیا مطرح کړې او  هغه  ئې د خداي دښمن بللی دی.

د لیبیا  مفیتي په هغه ویډیوئي کلیپ کې چې  په ۲۰۲۲کال کې د لومړي ځل لپاره  خپور شوی ؤ، له عربو ملتونو غوښتي وو، څو د مصر درژيم په ضد په ماظهرو کې دې ګډون وکړي او ددغه رژیم د حاکمیّت له شره  د ژغورنې په ضرورت ئې ټينګار وکړ، هغه رژيم چې  دي یو ستمګر او ظالم رژیم بللی دی.

شیخ الغریاني  د السیسي  له سیاستونو سره  دخپل بشپړ مخالفت  په اعلانولو سره  دغه سیاستونه، په سیمې کې د امنیت او عدالت لپاره یو ګواښ وباله او ټينګار ئې وکړ چې  دالسیسي حکومت د مصر دملت له غوښتې او ارادې څخه راپورته شوی  نه دی دی او په دغه هیواد کې د بشری حقوقو د خلاف ورزیو په دوام کې دی.

د لیبیا مفیي د کلیپ په یوې برخې کې چې  هغه خپور کړی دی ، وائي؛ السیسي  دخداي دښمن دی .... زه له درستو عربو ملتونو غواړم   چې د هغه د بې انصافه اوظالم حکومت  په ضد دې په مظاهرو کې ګډون وکړي.

الغریاني   د ظلم او فساد په نفي کولو کې  پخپلو پریکنده دریځونو باندې مشهور دی او  د هغو عالمانو برخه ده چې  له ظلم سره مقابله  خپله یوه اخلاقي او شرعي دنده ګڼي.

هغه پخپلو اعلامیو او  مقالو کې  تل  د ظالم او خپل سرو رژیمونو په وړاندې د مقاومت اوکلکې دریدا په ضرورت ټينګار کړی دی او  د ښاریزو ترمینځ ئې د عدالت اوبرابرۍ د پوره کیدا غوښته کړې ده.

شیخ صادق  الغریاني  پر عربانو داغیزشیندونکو سیاسي مسئلو کې  فعال دی او په ۲۰۱۳ کال کې د السیسي په رهبرۍ  دپوځي کودتا یو نیوکه کونکی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4258274/

captcha