ایکنانیوز د بغداد الیوم له قوله راپور راکړی، د سورئې خبرو سرچینو پرون دوشنبې ورځې په یولړ راپورونو کې وئيلي دي، چې تحریرالشام ډلې د خپلو څو ملیّتي کنډکونو څخه څه دپاسه ۹۰ ماموران په دمشق کې په زینبیه کې د حضرت زینب (س) د حرم له شاوخوا د دوی په خلاف د شکایتونو د زیاتیدا او د ناسم چلند په علت ویستلي دي.
دغو سرچینو وئيلي دي، په دې زمینې کې د تحریر الشام له افراطي کړچار او ددوي دمشهور تاریخي چلند سره سره ، البته د شیعیانو له دیني اومقدسو حرمیّنو سره په ډير احتیاط سره چلند کوي ،څو کوم سپکاوی او تیری ونه شي چې عمومی افکار غبرګون ته اړ کړي.
نوموړو سرچینو وئيلي د ي، ددغو څوملیّتي پوځیانو ویستل په فرقه پالو محتویاتو سره د ویډیوئي فایلونو په خپریدا پسې ترسره شوي دی چې تحریر الشام ډله ئې د سوریاوالو ، سیمه ایزو اونړیوالو عمومی افکارو په وړاندې له لوي چیلنج سره مخامخ کړې ده.
په راپور کې ويل شوي دي ، تحریر الشام ډلې پریکنده فرمان صادر کړی دی چې د مقدسو ځایونو له داخله هیڅ ډول تصویر او فیلم خپور او ریلیز نه شي ،ځکه مخکینیو ویډیوګانو منفی عکس العملونه درلودلي دي او په سیمې کې د فرقه وي تاؤتریخوالی سبب شوي دی.
د تیر دسمبر په یولسمه نیټه د سوریا یو شمیر عناصر د حضرت زینب (س) حرم ته وارد شوي او د الله اکبر شعارونه ئې وکرړي وو.
د حضرت زینب سلام الله علیها د حرم مدیر دیب کریم د حرم د پرانیستل کیدا او د سورئې له نوي واکوالانو سره د مثبتو غونډو دترسره کیدا خبر ورکړی او وئیلي ئې دي.، حرم د زیارتوالو لپاره خلاص دی او خادمان هم په فعالیتونو بوخت دي او د بریښنا او اوبو ځینی خراب شوي تاسیسات هم جوړوي ، هغه خرابي چې د حرم په داخل کې دي،د سورئې له نوی حکومت سره هیح ارتباط نه لری.
https://iqna.ir/fa/news/4258483