IQNA

په متحده اماراتو شارجې کې د سیده خدیجه جومات مخ کتنه وشوه

5:43 - January 08, 2025
د خبر لمبر: 3490432
ایکنا - په متحده عرب اماراتو  کې د سید خدیجه(س) جومات او د الرویضات قبرستان ، د اماراتو د شارجې د  حاکم په شتون سره افتتاح شو.

  ایکنانیوز  د دارالخلیج له قوله  راپور راکړ،شیخ سلطان بن محمد القاسمي، د شارجې د حاکم ددفتر  سلاکار شیخ سالم بن محمد بن سلطان القاسمي ، شیخ عبدا...  بن محمد القاسمي  او یوشمیر نورو  اړونده مسئولانو  او شیخانو په دغو دستورو کې شتون درلود.

سیده خدیجه (س)  جومات د اسلامی معمارۍ  د سټال  او په ماډرن انداز سره   په ۴۹زره  اوا ۳۸۳ مربع میټر مساحت سره جوړ شوی دی.

د جومات داخلی انګڼ د یوزر څلور سوه  سړیو لمونځ ګوزارو او د بهرنۍ برانډئ   چې  یو زر  ۳۲۵ لمونځ ګوزار پکې  لمونځ ادا کولی شي،  په زړه بورې انداز سره جوړ شوی او د  ۱۴۰ میرمنو لمونځ ګوزارو د لمانځه اداکولو  ګنجایش هم لري.

دغه جومات کې همداراز ،یو کتابتون، غلسخانه، د وضو ځای ، واش رومز،  د کابو شپږ سوه ګاډو د دریدا پارکینګ او دجمات امام او مؤذن  داوسید ځاي  لري.

دغه جومات  همداراز یوه اصلي ګنبسۍ  او دوه واړې ګنبسۍ  لري  په څلویښت میټرو لوړوالي سره دوې  مینارې هم لري  او دا ټول په ماډرن انداز سره  جوړ شوی دی او د بریښنا په  سولر سسټم  سنبال دی.

د شارچې حاکم  همداراز  د الرویضات قبرستان هم چې  دسیده خدیجه جومات ترڅنګ  سیمه ورته بیله شوې ده ،  هم ولید چې دغه قبرستان هم شپږلکه نهه دیرش زره او نهه سوه مربع میټره مساحت لري او  لاره ئې اسفالټ  شوې  او دغه راز یو سنبال پارکینګ  هم لري.   همداراز د سړیو او ښځو لباره  د انتظار ګاه  او د کفن دفن  پوره پوره انتظام   هم لري.

https://iqna.ir/fa/news/4258629

captcha