IQNA

په اسلام اباد کې د اکو موسیسې غړوهیوادونو دکلتوري او هنري انځورونونندارتون ترسره شو

6:41 - January 08, 2025
د خبر لمبر: 3490434
ایکنا - د ؛ نه ختمیدونکي آرامښت ؛ په عنوان سره  دخوشخطۍ او هنر  دغه نندارتون  د پاکستان  د هنرونو د ملی شورا  او دملی  میراث او کلتور  د وزارت  او په تهران کې  ددیره اکو کلتوری موسیسې په ګډون سره  په اسلام اباد کې پرون پیل شوی او تر یوې اونۍ پورې به دوام وکړي.

ایکنا نیوز د ایرنا له قوله راپور راکړی، د اکو موسیسې  دغړو هیوادونو  د هنري خوشخطۍ او انځورونو  معرفی کونکی  نندارتون  دایران داسلامی  جمهوریت  پشمول د غړو هیوادونو د نمایندګانو او د پاکستان د  کلتور وزارت  په ګډون سره په اسلام اباد کې  افتتاح شو.

په راپور کې وئيل شوي دي ،د ؛ نه ختمیدونکي آرامښت ؛ په عنوان سره  دخوشخطۍ او هنر  دغه نندارتون  د پاکستان  د هنرونو د ملی شورا  او دملی  میراث او کلتور  د وزارت  او په تهران کې  ددیره اکو کلتوری موسیسې په ګډون سره  په اسلام اباد کې پرون پیل شوی او تر یوې اونۍ پورې به دوام وکړي.

ددغه نندارتون په پرانیستونکو دستورو کې  د اکو موسیسې عمومی منشي  اسد مجید ، په اسلام اباد کې د ایران د سفارت   کلتوری سلایار  مجید مشکي ، داکو موسیسې د غړو هیوادونو  ځيني سفیران او  دپاکستان  هنري اوکلتوري شخصیّتونو ګډون وکړ.

په  دغو دستورو کې ویناوال د دغه نندارتون موخه  د  اکو موسیسې د غړو هیوادونو  له کلتوري او هنري  ظرفیّتونو څخه د  یوه بل  لازیاته آشنائي وبلله او ټينګار ئې وکړ،  د غړو هیوادونو ترمینځ  د ملګرتیاؤ لباره د یوه پلیټ فارم برابرول او  د دغې موسسې په نورو غړو هیوادونو کې  ددغه شان نندارتونونو ترسره کیدا د ډاډ وړ پيښه ده .

گشایش نمایشگاه خوشنویسی و هنرهای تصویری کشورهای اکو در اسلام‌آباد

د اکو عمومی منشي پخپلې وینا کې د دهنری او کلوری پیوندونو دپیاوړتیا لپاره د غړو هیوادونو  د همغږۍ په ستایلو سره ووئیل؛دمشترکاتو پيژندل  او  په نورو حوزو کې د ملګرتیاؤ د پراختیا  لباره ورڅخه استفاده کول  د  اکو د حوزې د  ملتونو یوه نننۍ اړتیا ده چې باید   په همپالنې او همغږئ سره  ئې  پوره کړو. هغه دغه راز  دیوه  بل ترمینځ د مشترو پوټینشلونو د ګنډلو او دکلتوري ډيپلوماسۍ  د  پرمخ بیولو په ضرورت هم ټينګار وکړ.

گشایش نمایشگاه خوشنویسی و هنرهای تصویری کشورهای اکو در اسلام‌آباد

  https://www.irna.ir/news/85713128   

captcha