IQNA

کشمیري فعالانو د هندي حکومت د اسلامی ضد اقداماتو باندې سخت اعتراضونه وکړل

7:11 - January 09, 2025
د خبر لمبر: 3490439
ایکنا -  د کشمیر مسلمانو فعالانو  د هندی کشمیر په سیاسی ، کلتوري او اجتماعي جوړښت او د مسلمانو  په هویّت په بې آمانه حملې کې دهندي حکومت اقدامات په سخته محکوم کړل.

ایکنانیوز  د kmsnews له قوله راپور راکړ،د هندي کشمیر مدنی فعالانو په یوې اعلامیې کې  هغه سسټماټيک اقدامات چې  د بی جې پي  ګوند د نریندرا مودي دحکومت په وسیله د ۲۰۱۹کال د اګست له پنځمې نیټې راهسې ترسره کړي دي، بیان کړل.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،  د هندي لومړي وزیر له اسلام ضده اقداماتو څخه  موخه  د کشمیر د  مسلمانانو د اکثریّت کمزوري کول او  له خپلو لومړنیو حقوقو څخه د دوي محرومول دي.

 دغو فعالانو  په دغې اعلامیې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د هندو توا () په نامې سره سرزورو  هندوانو پر برلاسي مشتمل  او توکمپال سیاستونه،ددغه ټاټوبي د مسلمانانو مذهبی، ژبني او کلتوري  هویّت خرابوي ، ووئيل؛ د واکمن بي جې پي  ګوند اقداماتو  دکشمیر په دردناک تاریخ کې یو نوی او وحشي سپرکې  پرانیستی دی.

په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي،  دا اقدامات خاص موردونه نه دي چې بلکې په نیواکي فلسطین کې د اسرائيلو د استعماري ښارګوټونو د جوړوننې د سیاستونو په څیر دي.

 په دغې اعلامیې کې روښانه شوې ده ، بشری حقوق، دهویّت له مینځه وړل، غیرقانوني وژلې، شکنجې ، برمته ګري  هماغه شان دوام لري  او په دغو اقداماتو سره ویره ووحشت خوروي ، په جمو اوکشمیر  کې هندي تاکتیکونه  د کشمیریانو د آزادي غواړي چغې  دنابودولو لپاره د حساب شوي سټراټژۍ یوه برخه  ده ،خو  دغه ځپنې یوازې د  ظلم په وړاندې د مقاومت لپاره د کشمیر د مسلمانانو هوډ او اراده نوره هم پیاوړي کوي.

 د کشمیر دغو فعالانو همداراز جوته  کړې چې هندي  چارواکي  د مسلمانانو د خپې  او له اسلامه د ویرونوې د پراختیا لپاره د سیمې   د اجتماعي او اقتصادي جوړښت  دبدلولو ترڅنګ  له څيږو او وحشي ډوله  اقداماتو څځه  استفاده کوي.  ددغې اعلامیې په پای کې راغلي دي، زیاتیدونکي ځپنې  یوازې په کشمیر حمله نه ده ،بلکې  د بشری حقوقو او عدالت په اصولو حمله ده.

https://iqna.ir/fa/news/4258753

captcha