IQNA

د امام علی(ع)د حرم د اسلامی هنرونو په نړیوال ننارتون کې د څه دپاسه ۳۰۰ آثارو نمایش

10:22 - January 13, 2025
د خبر لمبر: 3490461
ایکنا- د امیر المؤمنین حضرت امام علی علیه السلام  د نیکمرغه میلاد د کلیزې په مناسبت او د کعبې د مولود د میلاد د درنښت د فعالیتونو په دوام کې د کلتوری او هنري محفلونو او د لیدونکو په آوڅاره  شتون کې د امام علی علیه السلام په مقدس حرم کې د اسلامی هنرونو نړیوال نندارتون، د څه دپاسه ۳۰۰ ویاړمنو هنري آثارو شاهد دی.

ایکنانیوز  د علوي مقدس آستان د اطلاع رسونې دبرخې له قوله راپور راکړی، د امام علی د سپيڅلي حرم د اسلامی کلتور  د ادارې مسئول حسین الرحیمي  ددې خبر په اعلانولو سره ووئيل؛په دغه نړیوال نندارتون کې  دخوشخطۍ ،اسلامی ښکلاؤ، هنری نقشو او د اسلامی میراث په الهام سره مینیاتورئ شمالې دي  او یوه بله برخه ئې  هغه هنری آثار چې د حضرت امام علی او دهغه بزرګوار  له  میلاده ترشهادت پورې  دژوند آثار پکې دي ، بیله شوې ده.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې نړیوال اړخ،دغه نندارتون ته ځانګړی ډولوالی وربخښلی دی ووئيل؛ دغه پيښه د ایران،لبنان،پاکستان او عراق هیوادونو د یو شمیر نړیوالوهنرمندانو د شتون شاهده ده.

دغه کلتوری مسئول په دوام کې ووئيل،دغه نندارتون د لیدونکو د تائيد وړ وګرځيد چې په هنري آثارو سره تعامل  درلود او  د هغه خلاقیّت له اندازه چې د اسلامی میراث او د امام علی (ع) دسیرت بیانونکی ؤ قدرونه اوستاینه وشوه.

هغه دې ته په اشارې سره چې دغه نندارتون هره ورځ سهار له اتو بجو څخه تر ماسپښین یوې پورې  د لیدونکو لپاره  خلاص دی ووئيل،دغه پيښه  ټولو کتونکو ته  دا فرصت ورکوي څو ددې له هنری او کلتوري محتوا څخه برخمن شي.

د وئيلو ده اسلامی هنرونو نندارتون چې د حضرت امام علی ابن ابی طالب (ع) د نیکمرغه میلاد په مناسبت  د حضرت امام بزرګوار د سپيڅلي حرم په همت سره ترسره شوی، د کتونکو د کلتوری حافظې له بډایولو سره مرسته کوي او یوه خاص هنري تجروبه وړاندې کوي چې د اسلامی میراث عظمت رابرسره کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4259472

captcha