IQNA

د ایران د قرآن نړیوالو سیالیو د یوڅلویښتم پړاؤ د پرانیستو وخت اعلان شو

10:27 - January 13, 2025
د خبر لمبر: 3490462
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ۴۱پړاؤ د سلواغې د میاشتې په اومه نیټه په مشهد مقدس کې پيلیږي.

ایکنانیوز راپور راکوي،د اوقافو او خیریه چارو د ادارې له خوا او د رسول اکرم(ص) د مبعثد شپو ورځو سره په یووخت د ایران د اسلامی جمهوریت  د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ۴۱پړاؤ ترسره کیږي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو ۴۱پړاؤ به د حضرت امام رضا علیه السلام  د سپيڅلي حرم په شیخ طوسي بست کې واقع قدس رضوي آستان په قدس هال کې د سلواغې دمیاشتې په اومه یکشنبې ورځې پيل شي.

دغه نړیوالې سیالۍ  دغه راز د سلواغې په دولسمه نیټه جمعې ورځې  په یولړ دستورو کې د ټول قرآن د حفظ، د تحقیق د قرائت او د ترتیل د قرائت په څانګو کې  چې د ښاغلو او آغلو په برخو کې ترسره کیږي، د غوره کسانو په معرفي کولو سره پاي ته ورسیږي.

  https://iqna.ir/fa/news/4259545

captcha