ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،نن د سه شنبې ورځ د دوه زره پینځویشتم میلادي کال د جنورۍ د میاشتې څوارلسمه او د څوارلس سوه شپږڅلویښتم هجري قمري کال د رجب د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام حضرت امیر المومنین علي علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري.
حضرت علي بن ابي طالب علیه السلام د رجب د میاشتې په دیارلسمه نیټه په داسې حال کښې چې د خدای کور یعني د خانه کعبې دیوال د هغې د مور فاطمه بنت اسد لپاره چغ شو او هغه دغه سپیڅلي کور ته ورننوتله علي علیه السلام هلته وزیږیده.
حضرت امام علي علیه السلام د ځوانۍ له پړاو څخه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم لخوا ورزول شو.
حضرت علي ع لومړی کس و چې اسلام یې راوړه او د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم لخوا د اسلام د مبین دین د تبلیغ او د ترویج په ټولو مرحلو کښې د هغه حضرت تر ټولو اصلي ملګری ګڼل کیده.
د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره( کلینډر) کښې د دنیا د شیعه مسلمانانو د لومړي امام د زوکړې کلیزه د پلار ورځ( روز پدر) نومول شوي ده.
د ټول اسلامي ایران خلک د حضرت امام علي علیه السلام چې په حقیقت کښې د امامت پلار دی د زوکړې کلیزه په ډیرې ولولې سره لمانځي.
ایکنانیوز قرآنی نړیوال خبری آژانس د حضرت امام علي علیه السلام د زوکړې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا نورو ازادي غواړو او تاسو قدرمنو لوستونکو ته د زړه له کومې مبارکي وايي.
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156314