ایکنانیوز د له قوله راپور راکړی، د قرآن د کتاب د لرونکی د پنځه کلن بند سزا په خاطر پر یوې قانوني مسودې مشتملې د مشهور اسلام ضده ګرټ وایلدرز په رهبرۍ د هالینډ آزادۍ لپاره د ګوند غوښتنې،په ځان پسې پراخ محکومیت درلودلی دی.
ددغه وړاندیز لپاره ددغه ګوند له خوا د اعلامیې له نه صادریدا سره سره، د هالینډ دحکومتي اظيتلاف یوه مشر په یوې ټيلیویژني مرکې کې ددغه شان وړاندېز په مطرح کیدا ټينګار وکړ او دغې موضوع د هالینډ په ټولنې کې اندیښنه په ځان پسې درلودلې او جنجال جوړونکې ده.
دغه وړاندیز د وایلډر او دهغه د ګون د جنجالی سیاستونو د لړۍ په لړ کې مطرح شوې ده او دغه افراطي سیاستوال هماغه راز د مسلمانانو په ضد خپلو څرګندونو ته دوام ورکړی او په هالینډ کې د دوي د ټولنې د زیاتیدا مخالف دی او دا مسئله په هالینډ کې د ملی هویّت لپاره یو مستقیم ګواښ ګڼي.
له دې مخکې په عمومي ځایونو کې د مسلمانانو د لمانځه داقامې صحنو باندې ئې نیوکې کړي او دا ئې د هالنډ د هویّت د له مینځه تلو بیانونکي بللې وه.
ګرت وایلډر له ۲۰۰۴کال څخه د بیا بیا ګواښونو په دلیل ، د هالینډ د پولیسو په ملاتړ کې دی ، خو سره له دې په اسلام او مسلمانانو باندې دحملې لپاره له خپلو رسنئ ټرییونونو ناوړه استفاده کوي.
هغه پخپل انتخاباتي کمپاین کې هم د اسلام او مسلمانانو په وړاندې د افراطي دریځونو په غوره کولو سره د اسلام د پاکونې ، د جوماتونو او اسلامی ښونځيو د ممنوعیّت، د قرآن له لارې د اسلامی لیدتوګې د پراختیا منع کولو ، په عمومي ځایونو کې د حجاب او ستر لپاره د سختو محدودیّتونو د لګولو او د پناه غوښتنې د مرکزونو دتړلو د وزارت غوښتونکی شوی ؤ.
https://iqna.ir/fa/news/4259583