IQNA

 په ۲۰۲۴کال کې  وحشي صهیونیسټانو څه دپاسه زر جوماتونه ړنګ کړي دي

14:06 - January 18, 2025
د خبر لمبر: 3490485
ایکنا -  د غزې تړانګې د دیني چارو او د اوقافو وزارت په یوه راپور کې ويلي دي، چې د صهیونیسټ رژيم وحشي پوځ په تیر میلادي کال یعنی ۲۰۲۴کال کې  په غزې تړانګې کې  کابو زر جوماتونه ړنګ کړي دي.

ایکنانیوز د الجمهور له قوله راپور راکړی، دغزې د اوقافو او دیني چارو  وزارت پخپل یوه راپور کې  په ۲۰۲۴کال کې د صهیونیسټانو له خوا د اسلامی او مسیحي دینی ځایونو د ړنګولو په باب شننه کړې ده.

په دغه راپور کې راغلی دي، دنیواکګر صهیونیستي رژيم پوځ په تیر میلادي کال کې  په غزې تړانګې کې کابو زر جوماتونه ړنګ کړي دي. داپه داسې حال کې دي چې صهیونیسټ میشته ښارګوټو اوسیدونکو په دې مودې کې  په الاقصی جومات  څه دپاسه ۲۵۰ځله یرغلونه کړي دي.

 د اوقافو وزارت  په دغه راپور کې وئيل شوي دي چې نیاکګرو د تیرمیلادي کال له هماغه پیله  تر دې دمه  ۸۱۵ جوماتونه په کنډوالو بدل کړي او دغهراز ئې ۱۵۱ جوماتونو ته جزوي تاوانونه  رسولی دي او دغه راز ئې د مسلمانانو ۱۹ قبرستانونه هم په بشپړ ډول ړنګ کړي دي او دقبرونو په کندولو سره ئط د مړو  بهر ویستلو سره ئې  د هغو حرمت تر پښو لاندې کړی دیږ دوي همداراز  په غزې  ښار کې درې کلیساګانې هم  ړنګې کړي دي.

په دغه راپور کې راغلي دي، اسرائيلي نیواکګرو  په الاقصی جومات حملې  کړي اود ښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو ته ئې اجازت ورکړی څو  پر دوي حملې وکړي او  ددغه مقدس ځاي د انګڼونو  او برانډیو بې حرمتي وکړي.

په دغه راپور کې همداراز  وئیل شوي دي چې  د  تلمودي  اداب  اوس  د الاقصی جومات  د وخت او ځای د ویشلو  ددوام لپاره د نیواکګرو پولیسو په حفاظت اوڅارنې  کې اجرا کیږي. چې  په دایمي توګه  الاقصی جومات  د ساتونکو د واریدیدا  مخنیوی کوي.

د اوقافو  راپور ښودلې چې  د تش په نامه  ډلو  ته  د الاقصی جومات په داخل کې د معبد د ښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو لپاره د یهودیانو دنوي کال  ترسر شوی او د معبد د غره د فعالانو په نامې  نومړي ډلې  د الاقصی جومات د سوځولو  غوښته کړې ده.

داوقافو  راپور ښودلې ده چې  د ښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو د لومړي ځل لپاره  د الصخره قبه  په وړاندې په لویدیځي سیمې کې دلومړي ځل لپاره  ډله ایز مراسم ترسره کړل او د الاقصی جومات  له ختیځي سیمې سره د  رسما د یوې  نه اعلان شوي کنیسې  په بڼه  چلند کوي.

 په راپور کې وئيل شوي دي  صهیونیسټانو همداراز په ابراهیمي  جومات  په یرغلونو سره  د آذان دغږ د پورته کیدا مخنیوی کړی چې  په تیر کال کې دغه اقدام کابو ۶۷۴ ځله شوی دی  او دغه راز  ئې په سلګونو ځله د  دغه مقدس ځای ته د مسلمانانو د واریدیدا مخنیوی  کړی او  هره ورځ ئې قانون ترپښو لاندې کړی دي.

د  اوقافو   او دمذهبی چارو  وزارت  پر نړیوالې  تولنې غږ کړی څو نیواکګر رژيم دې ددغو جنایتون ددریدا  په تیره بیا  په غزې تړانګې کې  د نسل وژنې له زیاتولو وروسته  ددغو وحشي ډوله جنایتون درولو ته اړباسي .

https://iqna.ir/fa/news/4258249

captcha