ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله خبر راکړی چې په دغه نندارتون کښې د ارتباطاتو او انفارمیشن ټیکنالوجۍ، د سپوږمکۍ جوړونې د تجهیزاتو، د الوتکو د تعمیر د تجهراتو او اوزارونو د جوړونې، د معدني او جیالوجۍ صنایعو، د تیلو او ګیس او پټروکیمیکل صنایعو، د اوسپنې او ایلمونیم د صنعت، د کورنیو لوازمو، سمندري صنایعو، د قالینونو د صنعت، د اوبو او بریښنا صنعت، د ټیکسټایل صنعت، طبي او روغتوني تجهیزاتو او د درملو د تولید، د رویان تحقیقاتي مرکز، د کرهڼې او مالدارۍ د تولیداتو او د لاسي صنایعو او سیاحت په شان برخو کښې د ایران د پرائیویټ برخې توانمنۍ او بریاوې نندارې ته وړاندې شوې وې.
په دغې کتنې کښې د خصوصي برخې مختلفو شرکتونو د دوي د مخې د خنډونو او ستونزو په لړ کښې خپلې ګیلې او اندیښنې مطرح کړې او د اسلامي انقلاب ستر لارښود په نندارتون کښې موجودو وزیرانو ته په کلکه وویل: باید حکومت او حکومتي چارواکي داسې کار وکړي چې د پرائیویټ سیکټر ګیلې ختمې شي ځکه چې د هیواد پرمختګ، خصوصي برخې ته په پاملرنه کښې دی او د هیواد د پرمخ بیولو یوازنۍ لاره، د دې سیکټر له وړتیاو او توانمنیو ګټه پورته کول دي.
معظم رهبر د انرجۍ وزیر ته هم سپارښتنه وکړه چې د بریښنا د کمښت د پوره کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنه اي همداشان د مجوزونو د صادریدو د اوږد او بیچلي بهیره د پرائیویټ سیکټر د ګیلې په هکله هم وویل: د مجوزونو موضوع یوه مهمه موضوع ده او حکومت او مسئولې ادارې باید سمدستي د مجوز صادریدو د مخې د خنډونو د لرې کولو اساسي فکر وکړي.
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i156568