IQNA

په قرآن کریم کې په امیرالمومنین د ملنډې وهلو په باب روایت

10:54 - January 22, 2025
د خبر لمبر: 3490510
ایکنا – د اهل سنت په یوشمیر تفسیرونو کې نقل شوي دي چې  د مطففین سورېئ له ۲۹تروروستی ایت پورې د هغو منافقانو او مجرمانو روایت  دی چې  پر امام علی علیه السلام او مومنانو باندې ملنډې  وهي او دا آیت  له دغې ډلې څخه  په دفاع کې نازله شوې ده.

د مطففین سورئې له ۲۹آیته تر ۳۶ پورې آیتونه له بنی امیه او منافقینو د هغو کسانو داستان نقلوي چې پر ځينو ایماندارو  ملنډې وهي. په قرآن کریم کې په دغو آیتونو کې فرمائيل شوي دي؛ إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كانُوا مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ (29) وَ إِذا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغامَزُونَ (30) وَ إِذَا انْقَلَبُوا إِلى‌ أَهْلِهِمُ انْقَلَبُوا فَكِهِينَ (31) وَ إِذا رَأَوْهُمْ قالُوا إِنَّ هؤُلاءِ لَضالُّونَ (32) وَ ما أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حافِظِينَ (33) فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُوا مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ (34) عَلَى الْأَرائِكِ يَنْظُرُونَ (35) هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ ما كانُوا يَفْعَلُونَ» (36)

؛بې شکه مجرمانو په دوامدار ډول پر ایماندارو ملنډې  وهلې. او هرکله  دهغوي تر څنګ تیریدل،(نوپه مسخرو سره ئې ) یوه بل ته په سترګو سره اشارې کولې. او هرکله ، د خپل ځان په شان (د همفکرو منحرفو ) په لور  بیرته ستنیدلئ ، نو (له مسخرو په ډکو خبروسره )په ملنډو وهلو سره به ستنیدل. او هرکله   ئې ایماندار لیدلی، نو وئيل به ئې ؛ هیڅ شک نشته  چې دوي ګمراه دي. په داسې حال کې  چې دوي ، پر مومنانو ساتونکی رسالت نه درلود. نو ځکه اوس ،اهل ایمان پر دغو کافرانو پسې  خاندي. په داسې حال کې چې  پر بهشتي تختونوننداره کوي چې آیا  کافرانو د خپلو اعمالو  سزا ولیدله.؟

د مطففین سورې د تیرو آیتونو په تعقیبونې کې  چې د نیکوننو او خپلوانو  د لویو جایزو او نعمتونو  په باب  خبرې وې،په دغو آیتونو کې  د دوي دز حمتونو او مصیبتونو  یوه برخه چې په دې جهان کې ئې د ایمان او تقوا په خاطر ورسره مخامخیږي،اشاره کوي،څو روښانه شي چې دادغه لوئې  جایزې بې حسابه نه دي. یوه ورځ  منافقانو پر  مومنانو داسې ملنډې وهلې ،خو  یوه ورځ به راشي ، چې مومنان  په داسې حال کې چې د عزت پر تختونو باندې به ئې تکیه کړي وي او دوزخیان به ویني ،  دهغوي سزا به مشاهده  کوي.

د اهل سنت ځیني مسفرانو ددغه آیت په تفسیر کې ، لیکلي دي؛ یوه ورځ علی علیه السلام  او یو شمیر مومنان ، د مکې دکفارو ترڅنګ تیریدل ، نو دوي پر هغه  بزرګوار او مومنانو پورې وخندیدل او ددوي سپکاوی ئې وکړ. دغه آیتونه  د  هغه حضرت او مومنانو  په دفاع او پلویتوب کې نازل شو او د قیامت په ورځ  ئې د ملنډه وهونکو  برخلیک ئې  روښانه کړ.

د لا زیاتې مطالعې لپاره  له دغو سرچینو هم استفاده کولی شئ. ( رک: تفسیر فخر رازی، قرطبی، روح المعانی و کشاف زمخشری، ذیل آیه 29 و 30 از سوره‏ی مطففین; تفسیر نمونه، ج 26، ص 238 و 284 ; تفسیر ابن کثیر، ج 2، ص 4 و 535 ; تفسیر احسن الحدیث ج 8، ص 324 و ج 11، ص 68 ; تفسیر البیان، ج 2، ص 99 ; ج 3، ص 556 ; تفسیر الجدید ج 6، ص 365 ; تفسیر الکاشف، ج 1، ص 196 و ج 2، ص 414.)

https://iqna.ir/en/news/3491532

captcha