ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړ، دغه مقدماتي ناسته ، دعباسی مقدس آستان د اداري شورا د غړي ، سید لیث الموسوي او ددغه مقدس آستان د تابع نورو برخو ،یونټونو او مرکزونو د یوشمیر مشرانو او کارپيژاندو په شتون سره د سلواغې په لومړۍ نیټه په کربلا کې ترسره شوه.
د العمید جایزې د قرآن نړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ د عباسی آستان د قرآن کریم د علمي مجمع په وسیله او د عربی او نورو ۵۳ هیوادونو څخه د قاریانو په ګډون سره د روژې د مبارکې میاشتې له رارسیدا سره په یووخت ترسره کیږي.
الموسوي ددغې غونډې په پیل کې پخپلې وینا کې قرآن کریم ته د عباسی آستان پر اهتمام او د جایزې پر اهمیّت ټینګار وکړ او روښانه ئې کړه؛ د حضرت عباس علمدار (ع) مقس حرم ددغو سیالیو په ترسره کولو سره په عراق او له دغه هیواد په بهر کې د مختلفو عمرونو ډلو ټپلو ته د کلام الله مجید د لوړ پیغام د رسولو په لټه کې دی.
هغه زیاته کړې ده ، ددغې سیالۍ له لارې همداراز په ځوانانو کې د قرآنی کلتور د دودیولو پر اهمیّت او دغه راز ددغې پوهې د پراختیا لباره په ټولنیزو چینلونو کې دپانګونې په ضرورت ټينګار کوو.
الموسوي په ترټولو لوړو سټینډرډونو سره د جایزې د دوهم پړاؤ د ترسره کولو لپاره د مقدس حرم د ټولو څانګو د هڅې پر ضرورت او د ګډون کونکو پلاؤ د واریدیدا پر آسانتیاؤ او د ویزو د صادریدا دمرحلو په چټکتیا باندې د ډاډ او په سیالیو کې دنړیوالو ګډون کونکو په موقعې په شتون ټينګار وکړ.
الموسوي ټينګار وکړ، د رمضان دمیاشتې په شپو ورځو کې د سیالیو ددغه پړاؤ د فعالیتونو فیلم اخستل پیلیږي او د رمضان المبارک میاشتې په پای کط د غوره کسانو د نتیجو په اعلان سره دغه پروژه پای ته رسیږي.
دالعمید جایزې د قرآن د قرائت نړیوالې سیالۍ د هغه قرآنی کلتور د پراختیا لپاره چې د وګړي او ټولنې د دینی هویّت د پياوړتیا په لړ کې یو سم کړچار وګڼل شي.
https://iqna.ir/fa/news/4261064