IQNA

د افغانستان طالبان وائي؛امریکا ته یوه مرمۍ هم بېرته نه ورکوو

6:57 - January 23, 2025
د خبر لمبر: 3490518
ایکنا -  د افغانستان طالب  چارواکي په زغرده وائي  دوی په تېرو شلو کلونو کې له امریکا او ناټو سره په جګړو کې په زرګونو قربانۍ ورکړي او له هغوي محدودې پاتې شوې وسلې او تجهیزات  به د دغو قربانیو په بدل کې  هیڅکله هم ورنه کړل شي.

ایکنانیوز د آزادۍ ریډیو انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو په حکومت کې سرچینې دامریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه رد کړې چې ویلي ئې دي په افغانستان کې د دوي پاتې شوي پوځي تجهیزات دې بېرته ورکړل شي.

 طالب  چارواکي په زغرده وائي  دوی په تېرو شلو کلونو کې له امریکا او ناټو سره په جګړو کې په زرګونو قربانۍ ورکړي او له هغوي محدودې پاتې شوې وسلې او تجهیزات  به د دغو قربانیو په بدل کې  هیڅکله هم ورنه کړل شي.

دغه طالب مسئول چې غوښتل نامه ئې وانخستل شي، ټینګار  کړی چې امریکا دې له دوي سره د ډغزې خوي پریږدي، او تعامل ته دې مخه کړي چې د ټولو په ګټه ده.امریکا له افغانستان د وتلو پر مهال سمه نیمائي وسلې او تجهیزات له مینځه وړي او الوتکې ئې د مینځنۍ اسیا هېوادونو ته  منتقل کړي

 دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ د لوړې له دستورو یوه ورځ مخکې خپلو پلویانو ته په یوه وینا کې وویلي چې طالبان دې په افغانستان کې د امریکا د میلیاردونو ډالرو پاتې شوي وسلې او تجهیزات بېرته ورکړي.

https://pa.azadiradio.com/a/33285353.html

captcha