ایکنانیوز راپور راکړی، د الجزایر هیواد د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د شلم پړاؤ پایزې دستورې پرون ناوخته ترسره شوې او په دغو نړیوالو سیالیو کې غوره او برلاسه کسان وستایل شول.
په دغو سیالیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت استازي او د ټول قرآن حافظ د سیالانو په ځاي کې په شتون سره د قاضیانو دپلاوي پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
غلام علی آزاد له ایکنانیوز سره په خبرو کې د خپلې اجرا په باب ووئيل، ډیره ښه اجرا مو درلوده، د تلاؤت د انداز او تخنیکي پلوه هم د قاضیانو ،سیالي کونکو او حتی د الجزایر د اوقافو وزیر له خوا هم وستایل شوم.
هغه هیله وښودله چې په دغه پړاؤ کې د رتبې په ترلاسه کولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن ترټولو ویاړمن میډالونو ته یوه بل میډال هم ورزیات شوی چې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولس او د قرآن د مینه والو د خوشالۍ سبب کیږي.
https://iqna.ir/fa/news/4261741