ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب د مبارکې میاشتې ۲۷مه، د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنورۍ د میاشتې ۲۸مه او د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې ۹مه نېټه ده، چې د اسلام د ګران پیغمبر نبي اکرم (ص) د مبعث له نېکمرغې کلیزې سره سمون خوري.
د بعثت اختر داسي یوه ورځ ده، چې رسول اکرم (ص) پکې په ۴۰ کلنۍ کې، د حرا په غار کې د جبرئیل (ع) په وسیله او د خدای له جانبه په پیغمبرۍ باندې وګمارل شو.
نبي اکرم (ص) د عام الفیل په څلوېښتم کال او د رجب په ۲۷مه، د وروستي پیغمبر په توګه وګمارل شو، څو په جهالت او بد اخلاقۍ کې ډوبه ټولنه د اخلاقو، انساني کرامت او د عزت په لورې هدایت کړي.
د نبي اکرم (ص) بعثت د لوی اسلامي او اخلاقي تمدن د جوړښت پیلامه ده، چې بشریت له عقیدوي او فکري ککړتیاوو څخه وژغورله.
نبي اکرم (ص) د قرآن شریف په معجزې سره مبعوث شو، داسي یو بعثت چې ړنا او په بشري ټولنه کې د انساني ارزښتونو سرچینه ده.
د اسلام ګران پیغمبر (ص) د مېرمنو او نجونو د درناوي، له ظلم او بت پرستۍ سره د مبارزې، له نورو انسانانو سره د مرستې، توحید او غوره اخلاقو په څېر نوې مفاهیم بشري ټولنې ته ډالۍ کړل او انسانانو ته یې د دنیوي او اخروي نېکمرغۍ لاره وښودله.
د ایکنانیوز قرآنی نړیوال خبری آژانس درست کارکونکي هم د رسول الله (ص)د بعثت د رارسېدو پّ مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي وړاندې کوي.
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i156754