IQNA

د مولود النبی(ص) جشن د تایلینډ په پوکټ ټاپو کې ترسره شو

11:27 - January 28, 2025
د خبر لمبر: 3490544
ایکنا – دمولود النبی (ص)  د یوې دینی اوکلتوري مهمې پيښې په توګه دوه ورځنی جشن د تایلینډ په پوکټ صوبې کې ددغې صوبې  د اسلامی کمیټې په همت سره داسلام د ګران پیغمبر(ص) ته د احترام او دڅو کلتوري ټولنې کې د سوله ایز ګډ ژوند د دودولو لپاره ترسره شو.

ایکنانیوز  راپور راکړ، د مولود النبی دستورو پرانیستنه د  جنورۍ له۲۴ نیټې تر ۲۶ نیټې پورې  د تایلینډ د شیخ الاسلام د سلاکار  پرسانسریچورن په څير د غوره چارواکو او د سرات تانی،رانونګ ،کرابی ،فنګ نګا اوترانګ  وساتون په څير ددغه هیوااد د مختلفو صوبو  دنمایندګانو   پهشتون سره  ترسره شو.

د پوکټ اسلامی کمیټې مشر کومون دوملاک  په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، چې دغه پیښه د اسلام د ګران پیغمبر(ص)  دشخصیّت د درنښت او دڅوکلتوري  اوډولوالي په یوې ټولنې کې  د وحدت اویووالی ددودولو لپاره  منظمه شوې ده.

برگزاری جشن مولود النبی (ص) در جزیره پوکت تایلند

د شیخ الاسلام نماینده پرسان سریچورن هم پخپلې  وینا کې  حضرت محمد مصطفی(ص)  د بشریّت لپاره یوه بې مخینې   بیلګه وبلله  چې باید د د حکمرانۍ ، دټولنې د اداره کولو او د کورنۍ دمدیریّت په څیر دټولو شخصي اواجتماعي ژوند په ټولواړخونو کې  ورڅځه پیروي وشي.

هغه همداراز په مدینې منورې کې د پیغمبر اکرم (ص) حکومتي رودې ته اشاره  وکړه او دا ئې د یوې متحده او د ښې ټولنې د جوړولو  لپاره  د یوه ماډل په توګه مطرح کړه چې  د مسلمانانو د ټولنې  د پیاوړتیا او د مذهبی آزادیو په اساس وي.

په دغې پیښې کې  مختلف نندارتونونه ، بازارچې  او همداراز  په دیني اومعنوی  موضوعګانومشتملې هرې ورځې ویناوې شاملې وې.

برگزاری جشن مولود النبی (ص) در جزیره پوکت تایلند

https://iqna.ir/fa/news/4262072

captcha