د مصر له عربی جمهوریت څخه د ایران داقرآن د نړیوالو سیالیو یوه قاضي محمد علی جابین له ایکنانیوز سره ددغو سیالیو د قضاؤت په باب ددې خبرې په کولو سره چې مخکې ئې هم د قرآن د نړیوالو سیالیو د قضاؤت لپاره دوه څله ایران ته سفر راکړی دی ، ووئيل؛ د ایران اسلامی جموریت قرآن او قرآني مسئلو او دغه راز د قرآن کریم د سیالیو ترسره کولو ته ځانګړی اهتمام کوي څو له دې لارې ځوانان د قرآن کریم حفظ کولو او دهغو په دستوراتو باندې عمل کولو ته وهڅوي. ان شا الله چې دغه سیالۍ ګټه ورې شي.
هغه په حضوري بڼه د سیالیو د نهائي مرحلې او په انټرنیټي بڼه د سیالیو مقدماتي مرحلې د ترسره کیدا او دګډون کونکو په کړچار د هغو داغیزو په باب ووئيل، د سیالیو د ترسره کیدا ده روده لامل کیږي، څو دترسره کیدا مشکلات لاکم شي او دې چارې ته لا کم وخت مخصوص شي. ددې په ترڅ کې چې لازیاتو ګډون کونکو ته به فرصت ورکړي څو په دغو سیالیو کې ګډون وکړي . د قرآنی سیالیو په ترسره کیدا کې له ټيکنالوجۍ څخه استفاده به د سیالیو پر ګډون کونکو او ترسره کونکو لپاره مثبتې اغیزې ولرل شي. ان شاالله هغه کسان چې غوره او مستحق دي ، لا برلاسه رتبې ترلاسه کړئ شي.
د قرآن کریم دغه نړیوال قاضي د ایران د نړیوالو سیالیو د قضاؤت د سوئې په باب هم ووئيل؛ ددغو سیالیو قضاؤت په منظم ډول او دقیقې پلانونې سره ترسره شوی دی او هغه ټوله برخې اوآیټمونه چې ګډون کونکي ئې باید رعایت کړي، په نظر کې نیول شوي دي. د سیالیو د قضاؤت د منظمیدا ډول داسې دی چې ګډون کونکو ته دا فرصت ورکويڅو هغه امتیازونه چې ددوي حق دی ترلاسه کړئ شي. زه هیله مند یم چې د قرآن کریم په ټولو نړیوالو سیالیو کې هم د سیالیو د قضاؤت لپاره همدغه دقیق شکل پلان شي.
هغه په مشهد مقدس ښار کې د سیالیو ددغه پړاؤ د ترسره کیدا په هرکلي سره دهغو پيوندونو په باب چې په ایران کې له قرآني محفلونو سره د مصري قاریانو ترمینځ موجود دي، روښانه کړه ، ده اړیکې له پخوا راهسې شته دي اوباید هماغه شان وجودد ولرل شي،ځکه چې قرآن کریم د درستو مسلمانانو لپاره دیوه اساسی قانون په شان دی.
https://iqna.ir/fa/news/4262296