IQNA

د العمید قرآن نړیوالې جایزې د قاضیانو د پلاوي مقدماتي ناسته په کربلا کې ترسره شوه

10:53 - February 01, 2025
د خبر لمبر: 3490566
ایکنا – د عباسي مقدس آستان سره اړونده د قرآن کریم علمي کپملیکس په یوې مقدماتی ناستې کې په کربلا معلی کې د العمید قرآن نړیوالې جایزې د دوهم پړاؤ  د قاضیانو د  پلاوي کوربه شو.

ایکنانیوز د عباسی مقدس آستان د ټیلکس له قوله راپور راکړی، د عباسي مقدس آستان د قرآن کریم د عملی کمپلیکس مشر مشتاق العلي په دغې ناستې کې د مصر د شیخ محمد البسیوني ، د افغانستان د عبدالکبیر او د عراق د باسم العابدي پشمول د العمید جایزې د قرآن د سیالیو د قاضیانو د پلاوي دځينو غړو کوربه ؤ.

دغه سیالۍ  د ۵۳ عربو او غیرعربو هیوادونو څځه د لسګونو قاریانو په شتون سره ، د زلمیانو او لوي عمر لرونکو په دوو ډلو کې ترسره کیږي.

ټاکل شوې ده دغه سیالۍ  په راتلونکو شپو ورخو کې  ددغې سیالۍ د اجرا لپاره دچمتووالي او د فیلم جوړونې او انځوریزو فعالیتونو دپیلیدا لپاره  د تیاریانو په خاطر  د قاضیانو د نورو پلاؤ او ګډون کونکو کوربه هم شي.

 په دغو سیالیو کې د نامو ثبتولو ترپنځلسو ورځو پورې درلود اوترسره کونکي کمیټې،د مشخصو سټنډرډونو په اساس، په سلګونو آثار ترلاسه کړي دي .د روژې دمیارکې میاشتې په رانزدیکیدا سره په یووخت،د عباسی مقدس آستان،په سیالیو کې د ګډون د غوښتنو د وړاندې کولو لپاره د نامو د ثبتولو مهلت پاي ته رسولی دی.

په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره  دم نل شوو کسانو نامې هم د مرغومې د میاشتې په ۲۵نیټه اعلان شوي دي چې په هغو کې دځوانانو له ډلې لس قاریان او د زیات عمر لرونکو ډلې څخه ۳۰ قاریان  پکې شامل دي.

د العمید د جایزې  قرآنی نړیوالې سیالۍ د هغه قرآنی کلتور د پراختیا لپاره  چې د ټولنې او شخصي  دیني هویّت د پیاوړتیا لپاره یو سم کړچار دی ، د عباسی مقدس آستان  یو نوښت ګنل کیږي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4262907

captcha