ایکنانیوز د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان په لاهور کې د ایران د کلتوري خونې مسئول اصغر مسعودي بیګا د ؛سلواغې پسرلی؛ په عنوان سره په یوه سمینار کې چې د ایران ،پاکستان ،افغانستان، هندوستان او بنګله دیش د یوشمیرکلتور او فکر خاوندانو په ګډون سره د وبینار په بڼه د هند ایران د نړیوالې ډلې په کوربتوب سره ترسره شو،ووئيل؛ علامه اقبال لاهوری ، دایران د داسلامی انقلاب د بریالیتوب ځيری ورکوي او وائي ،یو کس راپورته کیږي چې د غلامانو او غلامئ ځنځیر شلوي ، او آزادي ډالۍ کوي.
مسعودي ددې خبرې په کولو سره چې علامه اقبال د ایران لیواله او مینه وال ؤ او فارسي ژبه ئې د خپلو حکیمانه لیدتوګو ظرف ګرځولې وه ،ووئيل؛ پاکستان د ۹۰۰ کلومیټره ګډو پولو ګډ دین ،تمدن او کلتور په دلیل د ایران له انقلابه ژورې اغیزې منلې او دغه انقلاب په ځان پوهونې ، هویّت موندنې او د مذهبی چلندونو،د سیاسی غوښتو ودې او د سیاسی ګوندونو په بڼه موندنې کې رول لوبولی دی.
په لاهور کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري خونې مسئول همداراز دې خبرې ته په اشارې سره چې له فلسطین او د غزې له مظلوم ولس څخه د اسلامی انقلاب د رهبرانو حضرت امام خمیني او امام خامنه ايپریکنده ملاتړ او مبارزې ، د ایران اسلامی جمهوریت ته یوه خاصه ځلا او عظمت ورکړی دی، ووئيل؛ د ایران جغرافیائي موقعیّت،د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصفی(ص) د لمسیانو حضرت امام رضا(ع) او حضرت بی بی معصومه (س) سپيڅلو حرمیّنو ته په پام سره،له ګاونډیو سره د تعامل او له دوي سره داړیکو د پياوړتیا سیاست،د مشترکو دښمنانو وجود، وحدت بخښونکو او د شکونو د ختمولو فعالیتونو د اغیزشیندنې زمینه لا پراخه کړې ده .
https://www.irna.ir/news/85736047