IQNA

د مصر د پورټ سعید قرآن نړیوالې سیالۍ پيل شوي دي

11:10 - February 02, 2025
د خبر لمبر: 3490572
ایکنا- د  مصر د پورټ سعید  ددیني  مداحیو او د قرآن نړیوالې سیالئ د سلواغې په دولسمه نیټه د ۳۳ هیوادونو د استازو په شتون سره پيل شوي دي.

ایکنانیوز د الجمهور له قوله راپور راکړ،د مصر د پورټ سعید دیني مداحي او د قرآن نړیوالې سیالۍ د جنورۍ په ۳۱ جمعې ورخې  پیل شوي دي.

دغه سیالۍ د مصر د پورټ سعید ددیني مداحئ او د قرآن د حفظ  دنړیوالو سیالیو د ترسره کونکي عالی کمیټې په همت سره ترسره کیږي او د سلواغې ترپنځلسمې نیتې پورې  دوام لري.

 د مصر د اوقافو وزیر اسامه الازهري سره د دغه هیواد  ځوانانو او ورزش د چارو وزیر، د مصر مفتي ، او د شیخ الازهر نماینده او دغه راز د مصر د پارلیمان ددیني کمیټیو مشرانو او د یو شمیر نورو دیني او اجرائي چارواکو د سیالیو د فعالیتونو د پیلیدا په دستورو کې چې ددغه ولایت په السلام جومات کې ترسره کیږي، شتون درلود.

دغه دستورې شیخ محمد الطاروطي په سویله د قرآن کریم په تلاؤت سره پيل شوې چې دستورو ته ئې یوه معنوي فضا وروبخښله.همداراز د جمعې لمانځه خطیب د عالمانو د پلاوي غړی احمد عمرهاشم د قرآن کریم د فضیلت او داخلاقو او د ارزښتونو په جوړولو کې د هغو د اغیزو په باب وینا او د سولې او زغم د پیغام په خپرونې کې د قرآن د مینه والو پر رول ټينګار وکړ.

دغه سیالۍ  د مصر دلومړي وزیر مصطفی مدبولی په څارنې سره  او د پورټ سعید د ګورنر  محب حبشي په ملاتړ  او د  سیالی د اجرائي مدیر او عمومی څارونکي  عادل المصیلحي په شتون سره ترسره کیږي.  

ټآکل شوې ده نن هم یعني د سلواغې په څوارلسمه به هم  دغه سیالۍ دوام ومومي او سبا یعني د سلواغې په پنځلسمه نیټه هم په پایزو دستورو او د غوره کسانو د نامې په اعلانولو او د جایزو  او ډالیو په ورکولو سره  پاي ته ورسیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4263036

captcha