د بنګله دیش ۲۵کلن قاری ابوذرغفاري د ایران په مشهد کې د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو په یوڅلویښتم پړاؤ کې ئې ګډون درلود، ایکنانیوز سره په خبرو کې توضیح ورکړه چې په ایران کې ګډونکونکي د خپلې اجرا څخه لس منټه مخکې یوه صفحه چې باید قرائت ئې کړي،ترلاسه کوله.
هغه زیاته کړه، دایران سیالۍ د کیفیّت له پلوه ډيرې ښې او له ورته پیښو سره پرتله کول ئې لا سخت دي. د مثال په توګه، په کویت کې،ګډون کونکي له مشخصې شوي صفحې څخه د خپل وار څخه کابو ۲۴ ساعته مخکې خبریږي او دا فرصت لري چې د مقام او وقف او ابتداء پشمول دخپل قرائت پر مختلفو اړخونو تمرین او مشق وکړي او بار بار ئې تکرار کړي.
دا د ابوذرغفاري دوهمه نړیواله تجروبه ده.هغه په تیر کال کې هم دکویت په سیالیو کې ګډون کړی دی. هغه د قرآني سیالیو د ترسره کونې په قدرونې سریه،د ایران او مشهد ښکلاوې هم ستایلي دي . هغه وائي،ایران یو ډير ښکلی او په زړه پورې آب و هوا لرونکی هیواد دی.
غفاري چې د شیخ راغب مصطفی غلوش، شیخ شحات محمد انور او شیخ احمد بن یوسف الازهري پشمول د مصر له نامتو قاریانو دق رائت د سټایل پیرؤ تعقیبونکی دی ، له قرآن سره د خپل شخصي ارتباط په باب هم خبرې وکړې. هغه چې خپله مور ئې په څلور کلنۍ کې له لاسه ورکړې ده،ووئيل دهغه مور له هغه غوښتي وو چې خپل ژوند دې قرآن ته وقف کړي.
هغه د خپلو خبرو په یوې برخې کې کې د حشر سورې له ۲۲ تر ۲۴ پورې آیتونه د خپلې خوښې وړ وبلل او وروسته ئې ددغو آیتونو تلاؤت هم وکړ.
غفاري په دغو سیالیو کې نهائي مرحلې ته لاره وموندله البته د کومې رتبې په ترلاسه کولو کې پاتې راغی.
https://iqna.ir/fa/news/4263204