IQNA

د انګلستان په مانچشټر کې د قرآن د بې احترامئ کونکی ونیول شو

10:41 - February 03, 2025
د خبر لمبر: 3490580
ایکنانیوز د مانچسټر ایونینګ  نیوز له قوله راپور راکړی، د مانچسټر پولیسو وئيلي دي،هغه کس چې د قرآن کریم یوه نسخه ئې سوځولې ،نیولی دی.

 پرون په مانچسټر کې د قرآن سوځولو پيښه د  glade of light  یادبود مجسمې سره نزدې رامینځة شوې ده چې پولیسو یو ۴۷کلن کس په عمومی نظم کې د توکمپال خار پار رامینځةکولو  د شک په بنیاد نیولی دی.

 دغه نیولل په ټولنیزو چینلونو کې د  قرآن کریم د یوې هغې نسخې د سوځولو  دویډیوئي انځورونو له خپریدا وروسته ترسره شوې چې دټولنې اندیښنې ئې راپارولي دي.

د مانچسټر د پولیسو د قوماندان سلاکار سټيفني پارکر  ددغې پیښې په باب وئيلي دي، هغه ژوره اندیښنه چې دغې چارې د مونږ په مختلفو ټولنو کې  رامینځه کړې درک کوو او ددغې ژوندئ ویډیو  په خپریدا خبر یوو.

پارکر ددغه شان عمل له امله احتمالي نتیجو ته داهمیّت پر ورکولو ټينګار کړی او وئيلي ئې دي، مونږ په هغه مهال کې مجرم کس فوری نیولی دی.د پولیسو فوری غبرګون د عمومی امنیت ساتلو ته او د نفرت له امله  په جرمنو باندې غور او ارزونې ته د مونږ ژمنیا ښئ.په مذهبی تاؤتریخوالو زیاتیدا اوج کې دغه پيښه  د متقابل احترام همدردرئ او زغم ته اړتیا لري.

د مانچسټر پولیس له هر هغه کس څخه چې لازیات معلومات لري، غواړي څو خپل اطلاعات دې پولیسو ته ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4263401/

captcha