IQNA

په دمشق کې د حضرت زینب کبری(س) حرم بند شو

10:46 - February 03, 2025
د خبر لمبر: 3490581
ایکنا – د سورئې په دمشق کې د حضرت زینب سلام الله علیها سپيڅلی حرم  د ناپيژاندو کسانو له خوا د بیا بیا حملو او سپکاویو  په دلیل  وتړل شو.

ایکنانیوز  دبغداد الیوم له قوله راپور راکړ، د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) دلمسئ حضرت زینب سلام ا لله علیها  مرقد  د ناپيژاندو کسانو  له خوا د بیا بیا  حملو په دلیل  وتړل شو او په دغه مقدس ځاي کې دلمانځه اقامه کیدا هم درول شوې ده.

دغه فیصله د لوړپوړو چارواکو له خوا غوره شوې ده او په دغه زیارتي  ځاي کې د لمانځه اقامه هم د ځينو کسانو له خوا د فتنې د رامینځةکولو دمخنیوي په دلیل  درول شوې ده.

وئيل کیږي، په همداوروستیو کې ناپيژاندو کسانو د حضرت زینب کبری(س)  مرقد ته په واریدیدا سره  په دغه زیارتي او مقدس ځاي کې  د ناکرارئ او اړئ ګړئ د رامینځةکولو نیت درلودلی دی.

 په سورئې کې د تحریرالشام  عناصرو واک ته په رسیدا سره دحضرت زینب سلام الله علیها حرم  له یولړ چیلنجونو سره مخ شوی دی  او د مرغومې یا جدې دم یاشتې په ۲۲ نیټه د سورئې دنوي حکومت  استخباراتي ادارې  وئیلي وو ، چې بریالي شوي دي  د حضرت زینب په مقام کې د بم کیښودلو لپاره د داعش هڅه ئې شنډه کړې ده.

همداراز تحریر الشام له دې مخکې د حضرت زینب سلام الله علیها دحرم په شاوخوا کې د خپلو څو ملیتي کنډکونو څځه څه دپاسه نوي پوځي عناصر د زیارتوالو  په ضد د دناوړه چلند او سپکاویو او د هغو په ضد د شکایتونو  په علت  ویستلي وو.

خبري سرچینو وئیلي دي،په دې زمینې کې د تحریرالشام دافراطي کړچار او د هغوي  دمشهورې مخینې  سره سره،البته  په ډير احتیاط سره د دیني مرقدونو په تیره بیا د شیعیانو له مقدسو ځایونو  سره ډير په احتیاط سره چلند کوي ،څو کوم سپکاوی او تیری ونشي  چې عمومي افکار ورته غبرګون وښئ.

 ددغو څو ملیّتي پوځيانو ویستل، په فرقه پالو محتویاتو سره د ویډیوئي کلیپونو په خپریدا پسې شوي  چې تحریر الشام ئې د سورئې ،سیمه ایزو او نړیوالو  افکارو په وړاندې له لوي چیلنچ سره مخامخ کړی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4263474

captcha