ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،نن د دوشنبې ورځ د ۲۰۲۵میلادي کال د فبرورۍ ۳ یمه او د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شعبان د مبارکې میاشتې ۴مه نېټه ده، چې د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د نېکمرغه زوکړې له کلیزې سره سمون خوري.
د شپږویشتم هجري قمري کال د شعبان د مبارکې میاشتې په څلورمه نېټه د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام، حضرت امام علي (ع) یو زوی حضرت عباس چې لقبونه یې ابوالفضل، قمر بني هاشم، علمدار کربلا او سقا وو، په مدینې ښار کې وزیږید.
د هغه حضرت قدرمنه مور ام البنین نومیده، چې د حضرت فاطمة الزهرا (س) له وفات وروسته د حضرت امام علي (ع) مېرمن شوه.
حضرت ابوالفضل العباس (ع) د عاشورا د پاڅون حماسه رامنځته کوونکی دی، چې په سرښندنې، قربانۍ او شهادت سره وتوانید له خپل امام زمان سره مینه او دوستۍ ثابته او دا ډول د حقیقت د لارې د پلټونکو لپاره د وفادارۍ د وړ بیلګې لقب ترلاسه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت په کال هینداره کې د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د نېکمرغه زوکړې ورځ د جانباز ورځ نومول شوې ده.
د اکینانیوز قرآنی نړیوال خبری آژانس د ټولو کارکونکو له خوا د حضرت عباس (ع) د نېکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بیا ټولو آزادي غواړو ته مبارکي وايي.
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i156966