IQNA

د العمید نړیوالې قرآني جایزې سیالي کونکي دعباسی آستان له زیارته مشرف شول

14:28 - February 04, 2025
د خبر لمبر: 3490585
ایکنا- د العمید دنړیوالې  جایزې د قرآن  دقرائت په سیالۍ کې یو شمیر ګډون کونکو قاریانو چې د عباسی مقدس آستان په همت سره ترسره کیږی،د حضرت ابوالفضل العباس(ع) د سپيڅلی حرم له زیارته مشرف شول.

ایکنانیوز دعباسی مقدس آستان د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړی، د العمید نړیوالې قرآنی جایزې د سیالیو دوهمه مرحله، د عربو او نورو هیوادونو  د ځوانانو او زیات عمر لرونکو دوو ډلو  کابو ۵۳ قاریانو په ګډون سره ترسره کیږي.

دترکیې یو قاري بلال بن علی  په یولړ څرګندونو کې ووئيل؛ مونږ  د قرآن کریم د تلاؤت په څانګې کې د العمید نړیوالې قرآنی ایزې د سیالیو په دوهم پړاؤ کې د کربلا معلی ولایت ته لاړوو او  دغه فرصت د حضرت  ابوالفضل العباس(ع) د مقدس حرم د زیارت لپاره  یو فرصت شمیرل کیږي.

همداراز د لبنان  له هیواده  قاري علی احمد حجازی د العمید  جایزې د سیالیو دترسره کیدا له لارې قرآنی چارو ته د توجه په خاطر ستاینه او قدرونه وکړه.

هغه ووئيل؛ دعباسی مقدس آستان د دوي لپاره د مناسبې فضا د رامینځةکولو او د  ګډون کونکو  د ورود  د آسانولو لپآره  هڅه کړې ده.

د یادولو ده چې د د مصر ، ایران،انډونیشیا،افغانستان،ملایشیا،جنوبی افریقا او هند پشمول د عربو ،آسیائي و او افریقائي هیوادونو قاریان په  دغو نړیوالو سیالیو کې دګډون لپآره  کربلا معلی ښار ته تللي دي.

متسابقان جایزه بین‌المللی العمید به زیارت آستان عباسی(ع) مشرف شدند

 https://iqna.ir/fa/news/4263505

captcha