IQNA

ملایشیا؛د قرآن په نړیوال وقف کې یو مخکښ  هیواد

14:33 - February 04, 2025
د خبر لمبر: 3490586
ایکنا -  د ملایشیا د لومړي وزیر مرستیال احمد زاهد حامدی  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  دغه هیواد  د قرآن کریم په نړیوال وقف کې په پنځو برلاسه هیوادونو کې یو هیواد دی.

ایکنانیوز د برناما له قوله راپور راکړی،احمد زاهد حامدي چې په ملایشیا کې  د قرآن د ملی پروګرام څارونکی دی. ووئيل، دغه مسئله د ملایشیا د؛ رستو؛ فاؤنډيشن او ددغه هیواد د اسلامی شورا د هڅو په دلیل ده چې د انډونیشیا، تایلینډ،کمبوډیا،چین او افریقا پشمول مختلفو هیوادونو ته څه دپاسه یو لک نسخې وقف کړي دي.

هغه زیاته کړې ده ، دا مسئله ښئ چې ملایشیا  یوازې  ددغه هیواد په داخل کې د قرآن د وقف د پروګرام پراختیا ته پابنده نه د ی؛بلکې په نړیوال ډګر کې د قرآن په ویشلو کې یو مهم رول لري.

زاهد روښانه کړې ده، څه دپاسه پنځه لکه قرآني نسخې هم له ۲۰۰۷ کال  څخه په ملایشیا کې د مختلفو موسیسو او ادارو له لارې ویشل شوي  څو محرومې ټولنې د قرآن نسخو ته لاس رسی  ولرل شي.

هغه دغه څرګندونې د سلواغې په دولسمه نیټه د ملایشیاد ؛سلانګور؛اسلامی هنرونو  په نړیوال کمپلیکس  کې د رستو فاؤنډیشن د ۲۰۲۵ کال د قرآنی هنرونو له نړیوالې جشنوارې سره په یووخت د ملی وقف  ددیارلسم پروګرام  په پرانیستونکو دستورو کې بیان کړې.

https://iqna.ir/fa/news/4263665

captcha