IQNA

د قرآن کریم د سپکاوي د ممنوعیّت لپاره له ډنمارکه د ترکیې غوښته

14:37 - February 04, 2025
د خبر لمبر: 3490587
ایکنا – د ترکیې خارجه وزیر  دډنمارک له حکومته غوښتي،په دغه هیواد کې دې د قرآن د سوځیدا او سپکاویو د مخنیوي لپاره فوری تدبیرونه غوره کړي.

ایکنانیوز  دالغد له قوله راپور راکړی، دترکیې په خارجه وزارت کې یوې خبرې سرچینې په دا وروستیو کې وئيلي دي، دترکیې خارجه وزیر هاکان فیډان دډنمارک  حکومت د قرآن د سوځیدا دممنوعیّت  لپاره دفوري  تدبیرونو غوره کولو ته هڅولی دی.

فیډان  د ډنمارک له خارجه وزیر لارس لوکه راسموسن سره په ټيلیفوني تماس کې  په دغه هیواد کې د قرآن کریم د بیا بیا سپکاوي  محکوم کړي دي.

دترکیې خارجه وزیر همداراز راسموسن ته وئيلي دي،   دبیان د آزادۍ په پوښښ سره دې ددغه شان اقداماتو  اجازت ورکول د منلو وړ  نه دي.

 د وئيلو ده د ډنمارک د زوړپال ګوند(Stram Kurs) مشر راسموس  پالودان په تیر کال کې څو ځله د قرآن کریم نسخې سوځولي دي.

 دغه اقدام په سویډ کې د عراقي مسیحي  پناه غواړي سلوان مومیکا له هلاکت څو و رځې وروسته ترسره شوی دی.

پالودان پخپل یوه ټولنیز  چینل  ایکس  پاڼې کې  په کوپنهیګ کې د ترکیې د سفارت په وړاندې ددغه اقدام خبر ورکړی دی.

پالودان له دې مخکې د ۲۰۲۴ کال د تیر کال په جنورۍ میاشت کې هم د سویډ په پلازمینې سټاکهم کې د ترکیې د سفارت په وړاندې د قرآن کریم یوه نسخه په یوه سپَک اقدام کې سوځولې وه. د هغه  دغه اقدام د سویډ د چارواکو په مجوز سره او د پولیسو په حفاظت کې  ترسره شوی ؤ.

https://iqna.ir/fa/news/4263517

captcha