IQNA

د استاد د تلین په مناسبت یاددښت

د تهران په لاله هوټل کې د راغب مصطفی  غلوش یو په زړه پورې تلاؤت

7:15 - February 05, 2025
د خبر لمبر: 3490590
ایکنا -  د مصر یو مشهور قاری  او د اوسمهاله قاریانو یو ترټولو اغیزشیندونکی استاد  راغب مصطفی  مصطفیا غلوش  چې  هغه د تلاؤت  د طلائي دوران  ترټولو ځوان قاري ، او د افلاطون الحان  قرآني په څیر  له لقبونو سره  پیژندل کیږي، نهه کاله مخکې  په داسې ورځ  په داسې حال کې چې ۷۷ کلن ؤ حق ته ئې لبیّک ووئيل.

ایکنانیوز راپور راکړی،راغب مصطفی غلوش  د ۱۹۳۸ کال د جولائي په پنځمه نیټه د مصر په لویدیځ کې واقع په طنطا ولایت کې په برما کلي کې زیږیدلی  ؤ .هغه  له هماغه زلمیتوبه د قرآن کریم حافظ ؤ.

عبدالغني الشرقاوي ، ابراهیم  الطبهیلي او ابراهیم سلام  د هغه استاذان وو. غلوش تر مودو پورې  د  مصطفی اسماعیل  یو مقلد ؤ او  دهغوله غږ سره ئې ډير ورته والی درلود. هغه تر څلورویشتو کلونو کې  د مصر په رسمي ریډیو او ټيلیوژن کې  د قاري په توګه  شتون درلود او له هماغه  وخته سوکه سوکه په قرائت کې  خپل سټایل  تعقیب کړ. د مصر د قرآن ریډیو سره د غلوش  یو ځای کیدا، د هغه په ژوند کې د بدلانه پیچومی  ؤ تر دې چې له مصر څخه د هغه شهرت نورو هیوادونو ته هم وغزید.

خدای بخښلی مصطفی غلوش  کابو تر دیرشو کلونو پورې  د امریکا ، بریتانیا،ایران، فرانسې او کینیډا  پشمول  مختلفو هیوادونو ته د قرائت لپاره سفرونه وکړل، خو د خپل ژوند په وروستیو کلونو کې  ئې زیاتره وخت  په مصر کې تیر کړ.

ایران ته د  استاد غلوش سفر !

استاد مصطفی  غلوش  په   ۱۳۶۸، ۱۳۷۴، ۱۳۷۹ او ۱۳۸۱   لمزیز کلونو کي  ایران ته څلور ځله  سفرونه راکړي  او تل پاتې تلاؤتونه ئې په یادګار پریښودلي دي.

استاد غلوش  د ۲۰۱۶ کال د فرورۍ په څلورمه نیټه په پنجشنبې سهار وختي  په ۷۷کلنۍ کې  په مصر کې وفات شو . دهغه مړی ، د مازدیګر له لمانځه وروسته  په هماغه ورځ پخپل زیږنځای برما کلي کې خاورو ته وسپارل شو .

یاد  او خاطره ئې تل ژوندئ.

ایکنانیوز  ددغه مشهور مصری  قاری یو تل پاتې تلاؤت چې په ۱۹۷۹ کال کې ئې  د تهران په لاله هوټل کې اجرا کړی  او دد اسراء سورې  له نهم تر پنځلسم پورې آيتونه ئې  تلاؤت کړي دي ، د  خدای بخښلي  ستاد غلوش  د رحلت د نهمې کلیزې په مناسبت  ستاسو خدمت ته وړاندې کوي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4263917

captcha