IQNA

د ایتوپيا د قرآن نړیوالو سیالیو برلاسه کسان غوره شول

10:31 - February 05, 2025
د خبر لمبر: 3490592
ایکنا -  په ایتوپيا کې د قرآن کریم د حفظ او د آذان او تلاؤت د نړیوالې جایزې  دوهم پړاؤ پایزې دستورې ترسره شوې او غوره کسان پکې وټاکل شول.

ایکنا نیوز  د FANABC،  انټرنیټي سایټ له قوله ارپور راکړ، د ایتوپیا  د اسلامی چارو د لوړې شورا په ملګرتیا او د زید بن ثابت  د قرآن د حفظ  د ټولنې  په همت  سره د قرآن کریم د حفظ او د تلاؤت او آذان لپاره د ایتوپیا د جایزې نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ پایزې دستورې د رسمي او نړیوالو میلمنو  په پراخ شتون کې په آدیس بابا  سټيډیم کې ترسره شوې.

 دغه سیالۍ  د څه دپاسه شلو هیوادونو څخه د  لوړپوړو عالمانو مبلغانو ،سفیرنو او ډيپلوماټانو  او د  سیمه ایزو او فیډرل اسلامی شوراګانو د مشرانو په شتون سره  د نړۍ  له شپیتو هیوادونو څخه د قاریانو او مؤدنانو پشمول د قرآني شخصیّتونو  د شتون شاهدې وې.

 د  ایتوپیا د اسلامی چارو دعالی شورا مشر شیخ ابراهیم توفا  په دغو دستورو کې پخپلې وینا کې ټينګار وکړ، د مونږهیواد یعني  د بلال  الحبشي  ټاټوبی ، د نجاشي وطن، ددغې پيښې  په  هرکلي ویاړي  چې  د سوله ایز ګډ ژوند  او د وحدت او ویووالي  دارزښتونو منعکس کونکې ده.

د زید بن ثابت  قرآنی ټولنې مدیر  شیخ نورالدین قاسم  هم پخپلې وینا کې دې ته په اشارې سره چې دغه سیالۍ  یوازې قرآني اړخ ته نه محددودیږي او  د پلاؤ او ډله ایزو  خلکو لپاره  ټوریسټي لیدنې هم پکې شاملیږي،  د ټوریزم له وزارته ئې  ددغو سیالیو دملاتړ په خاطر قدرونه اوستاینه وکړه.

 ددغو دستورو په پاي کې  غوره کسان وټاکل او په جایزو ونازول شول او په همدې زمینې کې شیخ ابراهیم توفا  د ؛اسلامی نړیوال شخصیّت جایزه هم ترلاسه ړه او  د سنګال هیواد محمد حسن البوضو ته هم د لوړتیا او رهبرۍ د ډال میډال ډالۍ شو.همداراز ویاړمنو میلمنو او د قاضیانو پلاوي ته هم د ایتوپیا د  دودیز لباس  په ډالۍ کولو سره د دوي په ګبینو او قهوې سره  میلمه پالنه او قدرونه  وشوه.

  د دغو سیالیو غوره کسانو په باب هم باید ووئیل شي چې د سړیو په ډلې کې د قرآن کریم د حفظ لومړی مقام د لیبیا محمد فواد القهواجي او د میرمنو په برخې کې هم لومړی مقام د  یمن میرمن رقیه صالح  ترلاسه کړ.

د آذان په  سیالو کې هم د انډونیشیا  محمد ارچان ابوبکر لومړی مقام  خپل کړ او د ایتوپیا آدم جبرائيل هم دوهم ځائيګی وګاټه.همداراز د قرآن کریم  دتلاؤت په سیالیو کې هم د مصر عبدالرزاق الشهاوي لومړی ځائيګی خپل کړ.

اختتامیه مسابقات حفظ قرآن کریم در اتیوپی برگزار شد + عکس

اختتامیه مسابقات حفظ قرآن کریم در اتیوپی برگزار شد + عکس

اختتامیه مسابقات حفظ قرآن کریم در اتیوپی برگزار شد + عکس

انتهای پیام

https://iqna.ir/fa/news/4263830

captcha