ایکنانیوز د صدای البلد لهق وله راپور راکړ، په دغو سیالیو کې د ۳۳ هیوادونو کابو ۴۰کسانو پخپلو کې سره سیالۍ وکړې او د سیالیو عالی کمیټې پایزې دستورې هم د سلواغې په پنځلسمه نیټه دوشنبې ورځې دم صر په کلتوري مرکز کې ترسره کړې.
د ټول قرآن د حفظ په څانګې کې د لیبیا احمد محمد صابر لومړی مقام ،د مصر عمر محمد حسین عبدالواحد له مصر څخه دوهم او د یمن حبیب عبدالرحمن احمد هم دریم مقام ترلاسه کړ.
د تجوید په تلاؤت سره د غږ د ښه والي په څانمګې کې هم د مصر خالد عطیه عبدالخالق صدیق اول او د افغانستان سید عبدالرشید کاظمي دوهم ځائیګی ترلاسه کړ او د مراکش عبدالمغیث الزعر هم دریم مقام وګاټه.
همداراز د مداحئ او دینی نغمو اوسرودونو په څانګې کې هم د مصر عبدالرحمن حسین مصطفی الاسوانی لومړی مقام خپل کړ او د یمن عمرو موسی دوهم او د سورئې طالب فرزاد هم دریم ځائيګی وګاټه .
د وئيلو ده چې د مصر د پورټ سعید د قرآن نړیوالو سیالیو او د دینی مداحیو د اتم پړاؤ د سلواغې له دولسمې نیټې د سلواغې تر پنځلسمې نیټې پورې د مصر د لومړي وزیر مصطفی مدبولي په څارنې سهر او د پورټ سعید د ګورنر محب حبشي په ملاتړ او د سیالیو د اجرائي مدیر او عمومي څارونکي عادل المصیلحي په شتون سره د مصر د خداي بخښلی قاري محمد صدیق منشاوي په نامې سره ترسره شوې.او برلاسه کسان په دغو دستورو کې په جایزو ونازول شول.
https://iqna.ir/fa/news/4264001