ایکنانیوز د باب نټ له قوله راپور راکړی، د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري د ؛پولټيک ؛تيلیویژني چینل له پروګرام سره په مرکې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې الاقصی جومات د درستو مسلمانانو مسلم حق دی ، ووئيل؛ صهیونیسټان د سرنګونو په کندولو سره د الاقصی جومات دسوکه سوکه ړنګولو او ددغه جومات د بنسټونو دکمزوري کولو په لټه کې دي. دا موضو سبب کیږي، چې په یوې ډیرې واړې زلزلې سره الاقصی جومات ونړیږي.
هغه ټينګار کړی دی ، دا مقدس ټاټوبی دی او هیڅوک ورباندې د تیري حق نه لري.
شیخ عکرمه صبري اسلامی نړۍ ته پّ خطاب کې په دې خبرې په ټينګار سره چې الاقصی جوما یوازې له فلسطینیانو سره اړونده نه دی، بلکې ،بلکه له درستو مسلمانانو سره اړونده دی ، اسلامیامت ئې د الاقصی جومات او د قدس په وړاندې مسئولیّت منلو ته وبلل او تينګار ئې وکړ؛هرڅوک د الاقصی جومات په دفاع کې لټي وکړي، نو د خداوند متعال په دربار کې به او تاریخ ته به ځواب ورکړي.
د الاقصی جومات خطیب ، له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو د کوچولو په باب د امریکا د ولسمشر ډوونالډ ټرمپ د پلان په باب ټرمپ ته په خطاب کې ووئيل؛ دغه ټاټوبی دمونږ دی او مونږ خپل ټاټوبی ته پابند یوو او دا ژمنتیا کوو، هیڅکله هم سلطنه نه غواړی ،ځکه مونږ د حق خاوندان یوو او دخپل هیواد په باب پخپله فیصله کوو.
هغه ټينګار وکړ، د فلسطین ملت به هیڅکله هم له خپل ټاټوبی شاتګ ونه کړي اوهیڅکله به اجازت ورنکړي، چې د دوي قانونی حقوق چخڼي شي. د نیواکګرو په وړاندې مقاومت او د مقدساتو ساتل یو ملی او دینی واجب دی.
https://iqna.ir/fa/news/4264560