IQNA

یوه پاکستانۍ سیاستواله وائي؛ د ایران اسلامی انقلاب د خلکو په مینځ کې د ښځو نفوذ تضمین کړ

13:22 - February 10, 2025
د خبر لمبر: 3490620
ایکنا - د پاکستان په سینټ کښې د ایران او پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې مشرې او یوې سیاستوالې په مختلفو برخو کې د ایرانيو ښځو د پراخ رول ستاینه وکړه او د ښځو د حقونو په پلمه یې د لویدیځ دروغ هم وغندل او ویې ویل: "په ایران کې اسلامي انقلاب د ټولنې د نورو برخو تر څنګ د ښځو نفوذ تضمین کړ."

 

ایکنانیوز دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان په سینټ کښې د ایران او پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې مشرې او یوې سیاستوالې  سناتورې نسيمه احسان د ايران د اسلامي انقلاب د برياليتوب د ۴۶مې کليزې په مناسبت وويل: د ايران د ملت د دښمنانو او د اسلامي ملت د بدخواهانو د اټکلونو په اپوټه، په ايران کې د انقلاب برياليتوب په حقیقي معنا د ټولنې د ټولو برخو د حقونو د ساتنې په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د تضمين، د ښځو د وړتياوو د پياوړتيا او په بېلابېلو سياسي، ټولنيزو، اقتصادي، علمي او کلتوري برخو کې د هغوی د وړتياوو څخه د ګټې اخيستنې لپاره لاره هواره کړه.

دغې سناتورې او سیاستوالې، چې د پاکستان له بلوچستان صوبې ده، زیاته کړه: " د ایرانیانو بډایه کلتور او تمدن څوک له مونږ څخه ښه پیژني؟" مونږ ځانونه یوازې ګاونډیان نه ګڼو، بلکې زموږ کورنیو او قومي اړیکو زموږ د دوست او ورور هیواد ایران سره زموږ ملګرتیا او خپلوي پیاوړې کړې ده.

د پاکستان په سینټ کښې د ایران او پاکستان د پارلماني دوستۍ ډلې مشرې او ښځینه سیاستوالې په مختلفو برخو کې د ایراني ښځو د پراخ رول ستاینه وکړه او د ښځو د حقونو په پلمه یې د لویدیځ دروغ هم وغندل او ویې ویل: "په ایران کې اسلامي انقلاب د ټولنې د نورو برخو تر څنګ د ښځو نفوذ تضمین کړ."

هغې وویل: د ایران اسلامي انقلاب د ایران ملت ته د بندیزونو سره د مقابلې، ویاړ او د دښمنانو د دسیسو په وړاندې د هوښیارۍ درس ورکړ. د امام خمیني (رح) رهبري د ایران د خلکو د تاریخي چیغې سره مل وه، او نړۍ ولیدله چې څنګه یو استبدادي او ظالم رژیم د یو مشهور انقلاب او هوښیار مشرتابه لخوا نسکور شو، او یو داسې نظام رامینځته شو چې د ټولنې د ټولو برخو د حقونو د دفاع قوي وړتیا لري

جزئیات مسیرهای راهپیمایی 22 بهمن در شهر تهران

 

قطعنامه 22بهمن: دولت از کاهش ارزش پول جلوگیری کندقطعنامه 22بهمن: دولت از کاهش ارزش پول جلوگیری کند

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i157180

captcha