IQNA

په نیویارک کې د سلمان رشدي باندې ګوزار کونکي محاکمه پیل شوه

10:39 - February 12, 2025
د خبر لمبر: 3490628
ایکنا -  دهغه کس د محکمې لومړنۍ غونډه چې دوه کاله مخکې ئې په چاقو سره د هندوستان پر مرتد لیکوال سلمان رشدي حمله کړې وه، په نیوزیارک کې ترسره شوه.

 لبنان توکمه امریکائي ښاریز هادی مطر چې د سلمان رشدي د قتل لپاره په هڅې تورن دی ،دسلواغې په ۲۲ نیټه په نیویارک ایالت کې  د شوتاکوا ښار په یوې سیمه ایزې محکمې کې حاضر شو.

دا محاکمه پر هغې  محاکمې سربیره ده چې وروسته  به  په فیډرل عدالت کې او د هادي مطر  په ترهه ګرو تورونو سره  ترسره شي.

د  شوتا کوا عدالت د غونډې په پیل کې  د عدالت مشر قاضي ډیویډ فولي ووئيل چې  ددغې غونډې دځنډولو لپاره  د هادی مطر د وکیل ناتانیل بارون  غوښته رد شوې او  د بارون په ځاي چې   اوس په روغتون کې بستري دی ، د هغه سلاکار  لومړنۍ دفاع  وړاندې کولی شي.

 هادی مطر چې ۲۷کلن دی ، خپله بې ګناهي  اعلان کړې ده او د دوشنبې په ورځې دوه ځله ئې  د کیمرو په وړاندې د ؛فلسطین آزاد کړئ ، چغې پورته کړې.

هغه تورن دی چې د ۱۴۰۱ کال په مرداد میاشت کې ئې  د شوتاکوا  په نامې  سره په یوه ښار کې په تعلیمي  اورګان شوتاکوا موسیسې کې د سلمان رشدي  د وینا په پیل کې پر هغه حمله وکړه او د چاقو په څو  ګوزارونو سره ئې د هغه د وژلې  هڅه وکړه.

سلمان رشدي په دغې حملې کې خپله یوه سترګه له لاسه ورکړه او دهغه یولاس هم له کاره ولوید. د شوتاکوا عدالت   غونډې  اوس  د شاهدانو د شهادت او د څارنوالو  دڅرګندونو آوریدو ته مخصوصې  دي اوتمه کیږي، چې  له اوو تر لسو ورځو پورې به دوام ولري.

ټاکل شوې ده سلمان رشدي  هم  د شهادت او ګواهئ  لپاره  ددغه عدالت په یوې غونډې کې  حاضر شي، دا به  له دوو کلونو وروسته  له هادی مطر سره د سلمان رشدي  د مخامخ لومړنۍ کتنه وي.

سلمان رشدي  په داسې حال کې د امریکا د بیان د آزادۍ  جایزه ترلاسه کړې ده چې  د شیطاني آیات په نامې سره  د هغه کتاب  چې  مقدساتو ته ئې پکې سپکاوی کړی دی، په درستې نړۍ کې ئې د سلګونومیلیونونو مسلمانانو  احساسات  داغي کړي دي. 

https://iqna.ir/fa/news/4265405

captcha