IQNA

د فلوریأا جومات د ګواښونکي عامل د بند د سزا هرکلی وشو

6:39 - February 13, 2025
د خبر لمبر: 3490633
ایکنا – د امریکا  د هغه کلیفورنیائي ښاریز لپاره  د عدالت فیصله چې  په ۲۰۲۳کال کې ئې  په فلوریډا کې  په یوه جومات کې د قتل عام ګواښ کړی ؤ ،  د مسلمانانو له هرکلي سره مخ شوه.

ایکنانیوز د امریکائي اسلامی  اړیکو  د شورا  د اطلاع رسونې  د برخې له قوله راپور راکړی، دغه شورا  چې په متحده ایالاتو کې د مسلمانانو ترټولو لویه مدافع او مدني حقوقو ساتونکي  اداره شمیرل کیږي،  د کیلیفورنیا د یوه  هغه  ښاریز  په باب  ئې د عدالت  د فیصلې چې  په ۲۰۲۳کال کې ئې  په یوه جومات د حملې ګواښ کړی ؤ، هرکلي سره مخ شوه.

اتلس کلن  آلن وینسټن  د کلیفورنیا اوسدیونکي ، په فیډرل عدالت کې  په فلوریډا ایالت کې په سمینول ښار کې د الحی جومات په ضد په ګواښ اعتراف کړی دی. هغه اوس په څلور کلن  بند محکوم شو.

د راپورونو په اساس،  فیلیون  د پولیسو له چارواکو سره تماس نیولی  او وئيلي ئې دي چې  نیّت لري  په جومات کې د شیطان په نامه  قتل عام وکړي. هغه ووئيل چې  د  AR-۱۵    په نامې سره یوه یرغلیزه وسله او  او پایپ څخه جوړ شوي بمونه  لري  او  د ډزو یوه ریکارډ شوی غږ ئې هم خپور کړ.

تیره میاشت له دې وروسته چې پولیسو د تنسي اوسیدونکي یوه کس  د نشویل په جومات کې د قتل عام لپاره د پلانونې  د مطرح کیدا په تورونو  وینؤ،  CAIR   په درست هیواد کې  جوماتونه او نوره اسلامی موسیسې وهڅولې څو  خپل امنیتي  تابیاؤ باندې غور وکړي.

CAIR   د ټولنې او جوماتونو له مشرانو غوښتي دي ،د خپلو ځائيګیو  دې پخپله دفاع وکړي او امنیتی تابیاوې دې زیاتې کړي ، دوي یوه کتابچه برابره کړې چې ټولو جوماتونو او مهمو ځایونو ته ئې سپارښتنه کړې ده ، چې ددغې کتابچې په سپارښتنو دې حتما عمل وکړي او  د ځان او جوماتونو لپاره دې دفاعي  او ساتونکي اقدامات وکړي.

د روان کال په لومړیو کې  د   CAIR ملی دفتر د ۲۰۲۴کال خپلو مدني حقوقو راپور خپور کړ چې تر ټولو زیات شکایتونه چې  تر دې دمه  ئې پخپل دیرش کلن تاریخ کې ترلاسه کړي دي ، نندارې ته وړاندې کوي .د مسلمانانو په ضد د نفرت د بیرته پنځيدا؛ مرګوني اقدامات ؛ په عنوان سره  دغه راپور ۸۰۶۱ شکایتونه مستند کړل .  په ۲۰۲۳کال کې  ترلاسه شوو شکایتونو څخه کابو نیم شکایتونه   د کال په وروستیو درو میاشتو کې راپور شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4265708  

captcha