ایکنانیوزد فلسطین د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، د اسلامی امریکائی اړیکو د شورا، ()دنسل وژنې په ضد دډاکټرانو شورا، د مخکښو ډيموکراټانو اتحادئې ، د سولې لپاره یهودیانو، د سوله ایز سبا لپاره د ستمبر د ۱۱ د پیښې د کورنیو او د سولې لپاره د کلیساؤ ټولنې پشمول د دغې اعلامیې لاسلیک کونکو تنظیمونو او ادارو ټينګار کړی دی چې دغه څرګندونې په ښکاره د هغې نسل ختمونې ته د دعوت ښودنه کوي، چې دنړیوالو قوانینو خلاف ورزي حسابیږي.
په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، چې دټرمپ څرګندونې د جینیوا د څلورم کنونشن خلاف ورزی ده چې د هغه په ۴۹ مادې کې راغلی دي، ؛ د وګړو یا ډلو ټپلو اجباري منتقلول یا کوچول او همدرااز د نیواکګرو ټاټوبی یا بل یوه هیواد ته د نیول شوي ټاټوپی څخه تر حفاظت لاندې کسانو ویستل په هیڅ ډول شرائطو کې مجاز نه دي.
په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی دی، چې ددغو سیاستونو اجرا په نسل ختمونه وي. دوي د فلسطنیانو د اجباري کوچولو لپاره هرډول هڅه په زغره رد کړې ده او ټينار ئې کړی دی، غزه چې څه دپاسه دوه میلیون خلک پکې ژوند وي، د دوامدارې کلابندۍ او بې آمانه حملو او بمباریو په دلیل له انساني غمیزو او بحرانونو سره مخ ده. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د دغې سیمې د نفسوي نقشې د اجباري بدلیدا لپاره دې له هر ډول هڅې سره مقابله وکړي.
په دغې اعلامیې کې همداراز ټينګار شوی دی چې فلسطین د فلسطینیانو دی او د دوی په کوچولو کې هر ډ ول مشارکت یا له دغه بهیر څخه ملاتړ او سهولتکاري ئې ، د نړیوالو حقوقو ټولو اصولو خلاف ورزي ده . پر قوانینو مشتمل نړیوال سسټم کمزوری کوي ،د امریکا نړیوال شهرت نابودوي او یو غیر اخلاقي اقدام دی.
https://iqna.ir/fa/news/4265787