IQNA

د اسرائیلو منګولې او د فلسطیني میندو پرضد د لویدیځو هیوادونو وسلې(مقاله)

13:06 - February 17, 2025
د خبر لمبر: 3490653
ایکنا - د امریکا «فارن پالیسي» مجلې د بشري حقوقو او په غزې تړانګه کښې د صهیونیسټ رژيم د وحشیانه جنایتونو د توجیه کولو په زمینه کښې د امریکا دوه ګوڼه معیارونو ته په اشارې سره ډاګینه کړه،چې د بشریت په هکله د لویدیځو هیوادونو ادعاګانې د غزې په جنګ کښې نابودې شوې.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی،د لویدیځ د ډیموکراسۍ د افسانې د مړینې په باره کښې د فارن پالیسي مجلې مقاله په دغو ټکو سره پیلیږي : د یوې مور د چغو په اوریدو سره چې د اسرائیلو د پوځ لخوا په بمبار شوي ښوونځي کښې د خپلې لور د سوځیدا د لیدو په حال کښې ده متوجه کیږو چې په اوس وخت کښې د هغو غیر اخلاقي او د وحشیانه صحنو د نه تکراریدا لپاره چې له تیرو میاشتو راهسې  یې وینو هیڅ تضمین نشته او نړیوال قوانین هم  د دغو جنایتونو مخه نشي نیولای.

پارس ټوډی د مهر خبري اژانس په قول راپور ورکړی د فارن پالیسي مجلې لیکوال په خپلې مقالې کښې لیکي :د غزې د خلکو پرضد د اسرائیلو نسل کشۍ چې څه د پاسه پینځلس میاشتې د لویدیځو هیوادونو په ډالرو او وسلو سره ترسره شوه په څه د پاسه شلو لکو خلکو باندې د اوسمهال تاریخ تر ټولو ستر انساني کړکیچ وروتپه.

د اسرائیلو له نظره؛ فلسطینیان یا مړه شي یا د تښتیدا لپاره په بلې لارې پسې ووسي.

د فارن پالیسي مجلې په دغه مقالې کښې ویل شوي دي چې د اسرائیلو چارواکو د حماس غورځنګ په مقابل کې د خپل ځان د دفاع د حق ادعا کوله؛ خو حقیقت دا دی چې هغوې غوښتل ټوله غزې تړانګه د نه وسیدو وړ کړي او د دغه سیمې  وسیدونکي په داسې شرایطو کښې راولي چې یا مړه شي یا د تښتیدا لپاره په هرې بلې لارې پسې شي.

د اسپانیا لومړي وزیر :اجازه نه ورکوو، د غزې د خلکو په زوره ایستل اجرا شي

نورو هیوادونو ته د غزې تړانګې د خلکو په زوره د کوچولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرامپ پلان ته له غبرګونو سره سره د اسپانیا لومړي وزیر« پیډرو سانچز» د ټرامپ په دغه پلان نیوکه وکړه او ویې ویل:ماډریډ به د دغه کار اجازه ورنکړي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ څه موده مخکې د صهیونیسټ رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره په کتنه کښې له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو په زوره د ایستلو او د امریکا د پوځیانو لخوا د دغه سیمې د کنټرول کولو د پلان خبر  ورکړی و.

د ټرامپ دغه څرګندونې د بشري حقوقو د ارګانونو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوې او هغه د قومي پاکونې مصداق او د جینیوا د کنونشن ښکار خلاف ورزۍ وګڼل شوې.

د ډونالډ ټرامپ د فلسطینیانو ضد پلان باندې اعتراض کښې د انګلستان د خلکو ولوله

له بلې خوا د انګلستان خلکو په تیرې شنبې ورځ د بریتانیا د لومړي وزیر له دفتر څخه د امریکا تر سفارت پورې د  پراخ لاریون په ترسره کولو سره له غزې تړانګې څخه د فلسطینیانو په زوره د ایستلو لپاره د ټرامپ پلان وغاند او د فلسطین د خلکو له مقاومت څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

په دغو مظاهرو کښې د بریتانیا خلکو غزې تړانګه د خرڅیدا لپاره نه ده او فلسطین باقي پاتې کیږي او مقاومت کوي په شان شعارونو ورکولو او د فلسطین د ازادولو او د اسرائیلو د نیواک د ختمولو او اسرائیلو ته د وسلو د استولو د بندولو په شعارونو سره په لاسونو کښې د پلې کارډونو په لیږدولو سره د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو او د امریکا په لاسوهونکو سیاستونو باندې خپل اعتراض څرګند کړ.

https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i157382

captcha